جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهچارواکي: لغمان کې هوایي بریدونو ۶۶ طالبان مړه او ټپیان کړي

چارواکي: لغمان کې هوایي بریدونو ۶۶ طالبان مړه او ټپیان کړي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۰ مه) د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، نن له غرمې وروسته افغان ځواکونو په دولت شاه ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو پرمهال ۶۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دولتزی زیاتوي، چې دا هوایي بریدونه د وسله والو طالبانو په څو مرکزونو  ترسره شوي دي.

نوموړی وایي د دې بریدونو پرمهال ۴۸ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د والي ویاند زیاتوي، چې عملیات یې په دولت شاه او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پیل کړي،چې تر دې دمه بریالي روان دي.

د نوموړي په خبره په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

دا بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې له لغمان نه داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ګواکې وسله وال طالبان د یاد ولایت مرکز ته نږدې شوي دي.

د ځايي خلکو په خبره یواځې په تېره یوه اونۍ کې د لغمان مرکز اړوند ۷ پوستې سقوط شوي.

بل لورته بیا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب