Homeخبرونهد ختيځ ځوانان، له طالبانو ۳ ورځینی نه، تلپاتې اوربند غواړي

د ختيځ ځوانان، له طالبانو ۳ ورځینی نه، تلپاتې اوربند غواړي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۰مه) د ختیځ لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو ځوانانو په جلال اباد ښار کې د یوې غونډې پرمهال وروستۍ نا امني د اندېښنې وړ وبلله او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل، چې د کوچني اختر په مناسبت دې کړی درې ورځنی اوربند وغځوي.

دوی وایي، د جګړې دوام د دواړو اړخونو په زیان دی او له ښکېلو لوریو یې وغوښتل څو تلپاتې اور بند وکړي.

دوی د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته  هم برخلیک ټاکونکې بولي او له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غواړي څو پر یو بل بریدونو ته د پای ټکی کېږدي.

په دې غونډه کې ښځینه فعالانو هم برخه درلوده.

ښځینه فعاله فاطمه صبا د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي، چې د جګړې پرمهال دې د ملکي وګړو کورونه د سنګر په توګه نه کاروي.

د ختيځو ولایتونو ځوانان داسې مهال پر تلپاتې اوربند ټینګار کوي، چې تازه وسله والو طالبانو د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی دی.

د وسله والو طالبانو له لوري شوی درې ورځنی اوربند د هرکلي ترڅنګ له نیوکوسره هم مخ دی.

افغان ولس او چارواکي وایي، د جګړې فصل په درې ورځني اوربند نه بلکې په تلپاتې اوربند بندېدلی شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د طالبانو له لوري د اختر په درېیوو ورځو کې له اعلان شوي اوربنده خبر دي، خو زیاتوي چې د دوی او افغان ولس ټینګار پر دایمي او واقعي اوربند دی.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تاوتریخوالی، د ملکي وګړو قتل او وژنه، د زیربناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یواځې د اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري.

په ورته مهال د ټولنیزې مېډيا افغان کاروونکي بیا وایي، د طالبانو له لوري درې ورځنی اوربند د خلکو د خوشالولو لپاره یو غوره ګام دی،خو په وینا یې د روانې جګړې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او دایمي اوربند دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...