دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهولسشمرۍ ماڼۍ: د ملکیانو وژنه یوازې په اختر نه، نورو ورځو کې...

ولسشمرۍ ماڼۍ: د ملکیانو وژنه یوازې په اختر نه، نورو ورځو کې هم جواز نه لري

تاند (دوشنبه د ثور ۲۰) د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د طالبانو له لوري د اختر په درېیوو ورځو کې له اعلان شوي اوربنده خبر دي خو وایي چې د دوی او افغان ولس ټینګار پر دایمي او واقعي اوربند دی.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تاوتریخوالی، د ملکي وګړو قتل او وژنه، د زیربناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یواځې د اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري.

سرچینه زیاتوي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د دوام لپاره هیڅ راز شرعي دلیل نه لري، «اوس چې بین المللي قواوې له افغانستان څخه وځي او معتبرې دیني مراجع او د اسلامي نړۍ علما په افغانستان کې جګړه د دیني لارښوونو خلاف بولي، طالبان د افغانانو د وژلو د دوام لپاره هیڅ راز شرعي دلیل نه لري.»

په خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې چې طالبان باید په وروستیو څو اوونیو کې له خپلو عملیاتو هم زده کړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې یې د بریا محاسبه، یواځې تېروتنه ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو یو ځل بیا غوښتي چې د مذاکراتو مېز ته حاضر شي او د دایمي اوربند لپاره د خلکو برحقه غوښتنو ته لبیک ووايي.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعت کړي او د دښمن د سرغړونې په صورت کې د خپلو هېوادوالو ساتنه او دفاع وکړي.

ورته مهال د ملي روغې جوړوې عالي شورا د طالبانو د اوربند د اعلان په غبرګون وایي، لنډمهاله اوربند د دغه هېواد د ستونزو د هواري اساسي او دایمي حل لاره نه ‌ده.

دغې شورا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له اوسني ناورین نه د وتلو لار د سولې د خبرو چټکول، دایمي اوربند او د تل لپاره د جګړې درول دي.

په اعلامیه کې راغلي، د تېرو څلورو لسیزو تجربو ښودلې چې جګړه نه ‌یوازې دا چې د حل لاره نه‌ ده، بلکې لانجه نوره هم ژوروي.

د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله له طالبانو غوښتي چې بېرته د سولې خبرو ته وګرځي او دایمي اوربند وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره شپه طالبانو د کمکي اختر د درېیو ورځو په مخه د اوربند اعلان وکړ.

د همدې اوربند په درشل کې بیا جګړه توده شوې او په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې پر دواړو خواوو سربېره ملکیانو ته زیان اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب