چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد پُل علم د لومړۍ امنیتي حوزې امر ووزل شو

د پُل علم د لومړۍ امنیتي حوزې امر ووزل شو

تاند(سې شنبه، د ثور۲۱) د لوګر چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېر مازدیګر د دې ولایت د مرکز د لومړۍ امنیتي حوزې امر څارمن شاپور احمدزی وواژه.

د لوګر د والي ویندوی دیدار لونګ وايي، څارمن احمدزی د ولایت په مرکز پلُ علم کې ووژل شو.

د لوګر امنیه قومانداني وايي چې حمله کوونکي طالبان د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

شاپور احمدزی تر دې وړاندې څو کاله د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند و او تازه څو میاشتې دمخه د پل علم د لومړۍ امنیتي حوزې امر ټاکل شوی و.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا ډله په وروستیو کې د حملو مسوولیت په غاړه نه اخلي خو عموماً اکثره حملې نه په غاړه اخلي او نه یې ردوي.

په تېرو څو ورځو کې په لوګر کې لږترلږه درې دولتي مسوولان وژل شوي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې (د یکشنبې په ورځ) د لوګر ولایت د اقتصاد رییس عبدالمنان سعیدي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.

لوګر کې په درې پېښو کې د اقتصاد د رییس په ګډون پنځه کسان وژل شوي

د چهارشنبې په ورځ ناوخته د لوګر د خروار امنیه قوماندان څارمن عبدالله له خپل یوه سرتېري سره په پُل علم کې ووژل شو.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویندوی ګل حیدر احمد په وینا طالبانو د پُل علم پر عمراباد پوسته برید وکړ او د څارمن عبدالله په مشرۍ کومکي ځواک د پوستې د ملاتړ لپاره سیمې ته ورسېد. په سمیه کې د دواړو خواوو په جګړه کې څارمن عبدالله له خپل یوه سرتېري سره ووژل شول.

د لوګر د خروار امنیه قوماندان له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو

د تېرې اوونۍ په پیل کې (د ثور۱۲) په پُل علم کې په یوه موټر بمي برید کې د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېل د کلي ۲۳ ځوانان، چې د کانکور د ازموینې لپاره پل علم ته تللي وو، ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل شول.

د هیڅ پېښې مسوولیت طالبانو په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی