چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو افغانستان ته ۳۷ ټنه خوراکي مواد ولېږل

متحده عربي اماراتو افغانستان ته ۳۷ ټنه خوراکي مواد ولېږل

تاند(سې شنبه، د ثور۲۱) متحده عربي امارات وايي چې پرون (دوشنبه) یې افغانستان ته د ۳۷ ټنه خوراکي موادو مرسته ولېږله.

د متحده عربي اماراتو د رسمي خبري اژانس (وام) د راپور له مخې، دا مرسته د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر افغانستان ته استول کېږي.

د اژانس پر اساس، په الوتکه کې افغانستان ته د مرستې د استولو په مهال د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د متحده عربي امارات سفیر عیسی سلیم الظهري وویل«متحده عربي امارات تل له خپلو وروڼو او دوستو هیوادونو سره په هرراز شرایطو کې ملګرتیا کړي ده او پر همدې اساس متحده عربي امارات نن په خوراکي موادو بار الوتکه افغانستان ته لېږي چې د روژې په میاشت کې له بېوزلو کورنیو سره مرسته وشي.»

ده همداراز وویل، متحده عربي اماراتو تر دې وړاندې افغانستان ته ۷ اعشاریه ۲ ټنه طبي وسایل لېږلي چې له کورونا سره په مبارزه کې له شاوخوا ۷ زره افغان طبي کارکوونکو سره مرسته وکړي.

ده همداراز وویل چې هیواد یې د نړۍ ۱۳۵ هیوادونو ته ۲ زره ټنه مرستې استولي چې په هغو کې د ۲ ملیون طبي کارکوونکو لپاره وسایل هم شامل دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب