Home+په دې ورځ کینستانتین د روم پلازمېنه غوره شو

په دې ورځ کینستانتین د روم پلازمېنه غوره شو

تاند- ۱۶۹۱ کاله پخوا د ۳۳۰ میلادي کال د مې په ۱۱ مه د روم امپراتور کینستانتین د قسطنطنیې (کنستانتینویل) ښار رسماً د روم پر ځای د روم د امپراتورۍ پلازمېنه غوره کړ.

د روم امپراتوري تر دې یوه پېړۍ لا دمخه خورا پراخه شوې وه، تر دې چې د دې پراخ ټاټوبي کنټرول او اداره ناشونې شوې وه.

په ۲۹۳ ع کال د روم امپراتور (دیوکلسین) د حکومت مرکز له څلورو ښارونو، چې له خطر سره مخامخ ول، لېري کړ.دا څلور ښارونه عبارت ول له اوسني میلان، نیکومدیا، سیرمیوم او تروس.

خو د خپلو پولو د ساتنې لپاره د ده هلوځلو د بربر قومونو په وړاندې ګټه ونه کړه.

ځای ناستي کنستاتین وروسته له دې چې امپراتوري بېرته یو لاس کړه د باسفور په ساحل کې نیکومدیا ښار پلازمېنه وټاکله.

خو دی د پلازمېنې لپاره د یوه مناسب ځای په لټه کې و.په ۳۲۴ ع کال کې یې بیزانس ښار غوره کړ.

بیزانس (قسطنطنیه) ښار تر دې نېټې زر کاله پخوا په ۶۶۷ میلاد مخکې کال کې د هو مهاجرو له لوري جوړ شوی و چې له مګاره راغلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...