سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت: ۱۴۱ تنه افغان بنديان له سعودي څخه افغانستان ته...

بهرنیو چارو وزارت: ۱۴۱ تنه افغان بنديان له سعودي څخه افغانستان ته را ولېږدول شول

تاند ( سې شنبه، د ثور ۲۱ مه)  بهرنیو چارو وزارت وايي، د سعودي عربستان له زندانونو یې ۱۴۱ تنه افغان بندیان ازاد او خپل هېواد ته را انتقال کړي‌ دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په سعودي عربستان کې یې لسګونه افغان بندیان له بنده خوشې او تېره ورځ خپل هېواد ته را لېږدول شوي دي.

خبرپاڼه وایي، ۱۴۱ افغانان د اوسېدو د اسنادو د نشتوالي‌ له کبله د سعودي عربستان په زندانونو او توقیف خانو کې بندیان وو چې اوس خپل هېواد ته انتقال شوې دي.

سرچینه وایي، په سعودي عربستان کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د هلو ځلو په ترڅ کې دا افغانان ازاد او خپل هېواد ته ولېږدول شول.

د معلوماتو له مخې، دا افغانان د اریانا افغان په بېلا بېلو الوتکو کې په وړیا ډول د جدي‌ او ریاض له ښارونو څخه کابل ته انتقال شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د سعودي‌ عربستان له همکارۍ څخه هم مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په سعودي عربستان کې لسګونه زره افغانان ژوند او کاروبار کوي چې یو شمېر یې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه درلودو له کبله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دوی له افغان حکومته غواړي څو هلته د مېشتو کډوالو ستونزو ته په وخت رسیدګي وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب