پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهد اوربند اعلان؛ چارواکي وايي، جلال اباد کې مو د طالبانو یو...

د اوربند اعلان؛ چارواکي وايي، جلال اباد کې مو د طالبانو یو پاکستانی ځانمرګی نیولی

تاند (دوشنبه د ثور ۲۰) د ننګرهار ځايي چارواکو په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه پاکستاني غړي چې ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و د نیول کېدو خبر ورکړ.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه/ د ثور ۲۰/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس حسن الرحمن نومېږي او د ملي امنیت ځواکونو له خوا د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې نیول شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي طالب په امنيتي ځواکونو يا د ګڼې ګوڼې پر ځای د ځانمرګي بريد پلان درلود.

سرچینه زیاتوي نیول شوی کس د پاکستان د کراچۍ ښار اوسيدونکی دی او هلته په يوې مدرسې کې د طالبانو په ليکو کې تر جذب وروسته جلال اباد ښار ته د ځانمرګي بريد په موخه رالېږل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کوچي اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند اعلان کړی او خپلو جنګیالیو ته یې خبر ورکړی چې په دغو ورځو کې دې څوک نه وژني، خو ورياده کړې یې ده چې نه دې د حکومت تر واک لاندې سيمو ته ورځي او نه دې څوک پرېږدي چې د دوی سيمو ته ورشي.

طالبانو د کوچني اختر په درې واړو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ

2 COMMENTS

  1. د هغه خپله خوښه وه چې ځان پټاو کړي. تاسو یې هم هیله ورته پوره کړئ. هغه مواد مو چې ورسره نیولې په کونه یې ور وتړئ او په يوې دښته کې یې پټاو او مستقیم یې جهنم ته ولېږئ. فکر کوم نور ملګري به یې په جهنم کې حتما ورته منتظر وي. له دوی سره بشر دوستي پکار نه ده که مو تبادله یا خوشې کړ، سبا به بیا د کوم افغان په کور ماتم جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب