پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د تالیف، ترجمې او څېړنې ریاست؛ ونه لومړی ښاخونه کوي بیا ریښې

د تالیف، ترجمې او څېړنې ریاست؛ ونه لومړی ښاخونه کوي بیا ریښې

ظاهر افغان

کله چې ټوله پرمختګ کوي، په ګڼو برخو کې خپلو وګړو ته اسانتیاوې رامنځته کوي؛ خو زموږ په ټولنه کې د پرمختګ پر وړاندې ستونزې رامنځته کېږي او تعبیر مو بیا دا وې چې د دې لړۍ پالل د پرمختګ سبب کېږي.

د لوړو زد کړو وزارت  د تالیف او ترجمې ریاست د استادانو له پاره داسې شرایط وضعه کړل چې د ترفیع د تر لاسه کولو پر وړاندې یې په لوی لاس خنډونه رامنځته کړي دي. دا ریاست فکر کوي چې د دوی دا هڅه د استادانو علمي او کیفي کچه لوړوي!

لاندې مواردو ته کتنه کوو:

۱ـ  غیری معیاري نړیوال ژورنالونه: د دې پر ځای چې دوی د معیاري ژورنالونو نوملړ خپور کړي د غیری معیاري ژورنالونو نوملړ یې خپور کړی دی. د دوی په اند معیاري ژورنالونه زیات  دي ایا استادانو ته دا لړۍ اسانه ده ؟ 

که د دې پر ځای د معیاري ژورنالونو نوم لړ خپور وای. استاد به په اسانۍ سره هغه ادرس ته خپله مقاله استوله.

۲ـ  په بهرنیو ژبو پوهېدنه: دلته په ملي ژبو ځینې استادان نه پوهېږي ایا دوی په نړیوالو ژبو پوهېږي؟  چې دوی دې وکولای شي د یو معتبر او نامعتبر ژورنال توپیر وکړي.

۳ـ  د استادانو اړیکي او اسانتیاوې: ایا د دې هېواد استادان دومره له نیټ سیستم سره بلد دي چې نړیوال ژورنالونه پیدا کړي نو مجبوره دی چې په دې برخه کې له نورو مرسته وغواړي نو ښه به نه وه چې دوی په خپل سایټ کې معتبر ژورنالونه خپاره کړې وای او حتی د هرې څانګې په تړاو ژورنالونه مشخص شوې وای.

۴ـ متضاد انځور: اوسمهال باید تدریس داسې عیار شي چې بازار موندنه ولري او په پایله کې مادي یا د پیسو د ترلاسه کولو سره اړیکه ولري. نو دوی  بیا  ولې  خپلو استادانو ته داسې سیستم جوړ کړی دی چې د دوی پیسې بهرنیو ژورنالونو ته لاړې شي؟

۵ـ د کدرونو نشتوالی: ایا په نړیواله کچه موږ دومره تکړه استادان او داکتران نه لرو چې  د دوی په مرسته مو په خپل هېود کې یو دوه یا درې نړیوال ژورنالونه جوړ کړي وای ،تر څو  د استادانو مشکل حل شي او پیسې هم بهر ته نه تلای.

۶ـ   نړیوال ژورنال او زموږ کمزورې اړیکې: که د معتبر ژورنال له پاره ځینې شرایط په کار وي، ایا دا ریاست نه شي کولای هغه شرایطو  د نړیوالوهمکارانو په مرسته رامنځته او تر سره شي؟ زموږ د هېواد یو شمېر تکړه استادان په نورو هېوادونو کې د سترو ايډیټرانو په توګه چارې مخ ته وړي.

۷ – نړیوال ژورنالونه او کمزوری مدیریت: که دا نړیوال ژورنال مالي او تخنیکې برخې ته اړتیا لري ایا داسې یو لوی نهاد  دا ستونزې نه شي حلولی؟  فکر کوم اصلا دوی د استادانو د ترفیع پر وړاندې ستونزې په لوی لاس جوړه وي!

۸ ـ  استادان او علمي کیفیت: ایا د دې لړۍ پالل به د استادانو علمي خوا درنه کړي؟ که دوی مجبوره دي خپله مقاله په بل کس وژباړي او بیا د بل په مرسته په یو نړیوال ژورنال کې خپره شي. هم د استاد وخت ضایع هم یې اقتصادي زیان او فزیکي کړاو.

۹ـ  استادان او د همغږۍ نشتوالی: ایا دې ریاست نه شو کولای چې په دې اړه یې په پوهنتونو کې یو ورکشاپ جوړ کړی وای؟

 د یوې نړیوالې مقالې د لیکلو اساسي برخې یې تشریح او ژورنالونه یې معرفی کړې وای.

۱۰- کار کول که راحتیا: ایا د دوی ستره لاسته راوړنه د غیری معیاري ژورنالونو خپرول دی که د معیاري ژورنالونو ښودنه؟

 په دې اړه د لوړو زده کړو له  قدرمن علمي معاون صیب پوهنمل دیپلوم عبدالتواب بالا کرزي صیب او نورو علمي کړیو څخه هیله لرو، چې د دې ستونزې له پاره د حل لاره رامنځته کړي ځکه

 معین صیب یو مسلکي او په کار پوه شخص دی او هغه استادان چې د دوی علمي مقالي د ۱۴۰۰ کال نه مخکې په بهرنیو ژورنالونو کې چاپ شوې دي او اوسمهال ترفیع کوي هغه دې تایید کړي. د دې کال د جریان او وروسته له دې کال څخه دې ځینې معتبر نړیوال ژورنالونه معرفي کړي .

د دې ستونزې د حل کېدو په هیله

د ګڼو استادانو لید لوری 

1 COMMENT

  1. وحید
    اوس خو له تیرو شلو کلونو راهیسی استاذ کیدل او بیا علمی ترفیع لکه اوبه سکل اسانه سوی نو بیا شکایت ولی کوی ته و خدای دکرزی له دور نه یی راواخله ترنن دا مفته ترفیعګانی ارزی؟ ما خو انجنیری کی ولیدل کنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب