جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد (رادهی) فلم د سندرې نوی ریکارډ

د (رادهی) فلم د سندرې نوی ریکارډ

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۰ ) د بالیووډ سینما د پیاوړي اداکار سلمان خان د نوي فلم (رادهی) سیټي مار یعنې شپېلي ووهۍ سندرې نوی رکاډ جوړ کړ.

د دغه فلم (رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي) سندرې (سیټی مار) په یوټیوب کې په ډېر لږ وخت کې سل میلیونه لیدونکي پوره کړل او نوی ریکارډ يې جوړ کړ.

د (رادهی) فلم دا لومړنۍ سندره وه چې خپره شوې وه، کمپوزر يې دیوي پرساد و.

نوموړي د دې سندرې ځينې ویډیوګانې او عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي.

د یادې سندرې کمپوزر له دې عکسونو او ویډیوګانو سره لیکلي چې په ډېر لږ وخت کې د سل میلیونه لیدونکو پوره کېدلو باندې ستاسې ډېره ډېره مننه.

د (رادهی) فلم د لومړنۍ سندرې په یوټیوب کې د دومره ډېرو لیدونکو او د خلکو له خوا د خوښولو وروسته سلمان خان وایي چې دیوي پرساد په دې سندره ډېره خواري کړې او ډېره زبردسته يې جوړه کړې ده.

دیوي پرساد دغه راز زیاته کړې چې په (سيټي مار) سندره چې خلکو څومره د هغه ستاینه کړې ده، د دې لپاره د سلمان خان او پربودیوا ډېر منندویه دی.

نوموړی وايي، ډېر خوشحاله یم چې دا سندره خلکو دومره ډېره خوښه کړه.

باید وویل شي چې د سلمان خان دا نوی فلم به راتلوونکي کوچني اختر په لوړۍ ورځ د سینما پر پرده نندارې ته وړاندې شي.

ځېنې راپورونه دا هم وایي چې سلمان د دغه فلم د ګټې پیسې ټولې د خپلو کورونا ځپلو هېوادوالو مرستې ته ځانګړې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب