جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د افغان پوځ د یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کې ۲...

کندهار کې د افغان پوځ د یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کې ۲ پيلوټان ژوبل شوي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۰ مه) د کندهار هوايي ډګر ته نيږدې د افغان پوځ یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

ځايي سرچینې وایي، چې دغې چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې، چې له امله یې یو پیلوټ ټپي شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې یادې چورلکې له ارغستان ولسوالۍ څخه د جګړې مړي او ټپیان لېږدول.

خو کندهار د هوایي ډګر یوې سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، چې چورلکه د خرابې هوا له امله لوېدلې ده او دوه پیلوټان يې ټپیان دي.

دا سرچینه وایي، چې چورلکه له لوېدو وروسته بشپړه تخریب شوې ده.

حکومتي سرچینو بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب