پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهطالبانو د کوچني اختر په درې واړو ورځو کې د اوربند اعلان...

طالبانو د کوچني اختر په درې واړو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۰ ) وسلوالو طالبانو د راتلونکي کوچني اختر په ۳ ورځو کې په ټول هېواد کې د اوربند اعلان وکړ.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دوی جنګیالي دې د کوچني اختر په درې واړو  ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ تعرضي برید نه کوي؛ خو زیاتوي که د افغان پوځیانو له لوري یې جنګیالي په نښه شول نو له ځانه دې په کلکه دفاع وکړي.

مجاهد زیاته کړې: ” طالبان دې د دوښمن سیمو ته نه ورځي او د دوښمن افرادو ته دې هم اجازه نه ورکوي چې د دوی سیمو ته ورشي”.

که څه هم افغان حکومت  تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي خو په تېر کې یې د طالبانو له خوا د اوربند اعلان په ورته ګام سره بدرګه کړی و.

د وسلوالو طالبانو له لوري په هېواد کې د کوچني اختر په مناسبت دا درې ورځې اوربند داسې مهال دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د دې ډلې له خوا پر افغان پوځیانو بریدونه ډېر شوي دي.

د دغو بریدونو په ترڅ کې د ملکي وګړو تر څنګ دواړو لوریو یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې هم کړې دي.

لغمان، بغلان، هلمند،‌ کندهار،‌ هرات،‌ غزني او ځینو نور هغه ولایتونو دي چې دې وروستیو کې د سختو جګړو شاهد وو.

ورته مهال د وسلوالو طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند له اعلان یوازې څو ساعته وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني یکشنبه ماښام په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، طالبان د جګړې له لارې هېڅکله هم خپلو اهدافو ته نشي رسېدلی.

3 COMMENTS

  1. ښه خبر دی، خو پوښتنه دا ده چې ولې تلپاتې اوربند نه کوي؟!!
    ټولې اسلامي نړۍ په افغانستان کې جنګ ناروا بللی دی، خو ټالبان ولې ورته پېریانو نیولي دي؟!!
    ولې د افغانستان عام المنفعه تاسیسات ورانوي؟!!
    پاکستان چې سرحد مخ ته راولي او یاهم راکیټي بریدونه کوي، ولې یې خوشي غندي هم نه؟!!
    کېدای شي دغه پیغام ملاهبت الله له ګوریستان څخه را استولی وي!!!

  2. هغه متل دی چې وايي : از خرس موی کندن . په آخند شوروا هم ډېره ده .
    دا درې ورځې هم غنیمت دي چې یو څو کسه مظلوم او هردم شهید افغانان ژوندي پاته شي . له بلې خوا د افغانستان ملي اردو او زړور وسله وال پوځ هم بېخي ډېر ټالبان کوټې ته صادر کړیدي . د هغوی فاتحه او نور مراسم به پرځای کوي .
    ټالبان هم ملامت ندي . دوی پسې د ملا باجوه ( هبت ) زور دی ، هغوی یې کله په کرار پرېږدي.

  3. ترهګر تالبه تا خو داده مخ له مخه د واړه اختر غمه وخړله په کافي برخه بي وزله افغانان د ووژل. دا چه ته اوس په اختر کي له قتل عام لاس اخلي او ورسته له اختره بيرته په قتل عام شروع کوي داد نو غټ زيری افغان اولس ته ور کړ.
    که تا او ستا د کوټي له آي. اس. آی. سره په دوزخ يا جنت عقيده درلودلاي نو له د قتل او قتال نه به د لاس لا په خو اخستي وای.
    تالبه درم سال ته به لمانځه ته لاړ شم خو په تا قاتل پسي به ونه دريږم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب