چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهطالبان وایي د خبریالانو خوندیتو او سولې ته ژمن یو

طالبان وایي د خبریالانو خوندیتو او سولې ته ژمن یو

تاند( شنبه، دثور ۱۸مه) د وسله والوطالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردک وایي، چې مرکچي پلاوي یې د برلین په غونډه کې له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې، چې د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته به ژمن پاتې کېږي.

طالبان وروسته له هغې خبریالانو ته د خوندیتوب ډاډ ورکوي، چې شاوخوا درې ورځې وړاندې د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ټولو افغان خبریالانو ته خبرداری ورکړی وو، چې که خپله بې‌طرفي ونه ‌ساتي نو د راتلونکي هر اقدام مسوولیت به د دوی پر خپله غاړه وي.

طالب ویاند ذبیح ‌الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي وو: « رسنۍ او خبریالان باید هوښیارې و اوسي، خپله بې طرفي حفظ کړي او د پروپاګند وسیله ونه ګرځي».

نوموړي دغه راز ټینګار کړی وو، چې د خبریالانو او رسنیو له‌ خوا د کاذبو خبرونو او غلطو معلوماتو د نشر په صورت کې د رسنیو او خبریالانو بې طرفي تر جدي سوال لاندې راتللی شي  او د دې کار د دوام په صورت کې به د راتلونکو اقداماتو مسئولیت پخپله د رسنیو د مسئولانو او کارکونکو په غاړه وي.

د وسله والو طالبانو دا خبردادی له کلکو غبرګونونو سره هم مخ شوی وو.

نعیم وردک په خپل ټوېټ پیغام کې دا هم ویلي، چې دوی له هېواده د تللو افغان ځوانانو بېرته راتګ ته هم زمینه برابروي او په خبره یې تولو موسسو او په بشري برخه کې فعالو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې د دوی امنیت خوندي دی.

وسله والو کسانو نعمت الله روان وژلی

هغه زیاته کړې، چې د مشرانو نومونه یې باید له تور لېست څخه ووېستل شي او د دوحې هوکړه دې له دوی سره عملي شي نو دوی به هم جګړې راکمې کړي.

نعیم وردک داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په وروستیو کې افغان حکومت د هدفي بریدونو په تېره د خبریالانو او سیاسي فعالینو د وژل کېدو پړه پر طالبانو اچوي.

خو یاده ډله یې مسوولیت نه مني.

عبدالله: د خبریالانو وژل او ګواښل د منلو نه دي

1 COMMENT

  1. ملا وردکه، ستا سترګې هم لکه دوس ملا عباس مردارې او سپینې دي. که د شرم په نامه کوم څه پېژنې نو بیا ووایه چې دا خبریالان او عام ملکیان چې هره ورځ به افغانستان کې وژل کېږي څوک یې وژني. که تاسو یې نه وژنی نو بیا ستاسو د مور مېړونه له پنجابه راځې او وژنې یې. یا دا چې په تاسو کې اوس دومره دم نشته چې د يوه نرښځې تور مخي پاکستاني مخه ونيسي چې افغانان ونه وژني. که دومره له دمه پاتې یاست نو دا افغاني پتکۍ هم له سره لرې کړئ. بې غیرتي هم اندازه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب