چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeټولنیزد نیلسن منډیلا ژوند او مبارزه

د نیلسن منډیلا ژوند او مبارزه

محمد شفیق همدرد

نیلسن منډیلا:

نيلسن منډیلا د سویلي افریقا هغه مشر دی چې ټول عمر یې مبارزه وکړه او په ډېرو ستونزو سره یې ځان خپلې موخې ته، چې په سویلي افریقا کې تورپوټکو ته د هغوی حق ورکول وو، ورساوه. پر سویلي افریقا له ۱۹۴۸  تر ۱۹۹۱ کاله سپین پوټکي واکمن وو ، دا په داسې حال کې وه چی سپین پوستي د یاد هیواد ۲۰ سلنه جوړوي. هغه مهال چې سپین پوستي واک ته ورسیدل، نو پر تورپوستو  یې یو لړبندیزونه ولګول لکه: د تورپوستانو سره د سپین پوستانو پر ودونو، د دولت پر لویو چوکیو د هغوی پر کار او یو شمیر نورو کړنو بندیزونه او د هغوی پر سیاسي فعالیتونو یې هم بندیزونه ولګول، په همدې حال کې یو تور پوستی ځوان د منډیلا په نامه را اوچت او د نظام په وړاندي یې مقاومت پیل کړ، لومړی خو د نوموړې مبارزه سیاسي خو، چې سیاسي هغې کار ورنه کړ نو لاس یې وسلې ته واچاوه چې بیا څو ځله زندان ته ولیږل شو  او بلاخره د ټول عمر لپاره په بند محکوم شو، خو د نړیوالو فشارونو او په هیواد کې دتورپوستانوپه هلوځلوسره نوموړی ۲۷وروسته له زندان څخه په داسې حال کې راخوشې شوو،چې دسرتورویښتان یې سپین شوي وو خو دی لا دتورپوستانو دحقونولپاره پرخپله کړې خبره ټینګ وو .

د نیلسن منډیلا ماشوم توب:

نیلسن منډیلا دسویلي افریقې دکیپ ایالت په متاتا سیمه کې په ۱۹۱۸ زیږدیزکې زیږیدلی دنوموړي پلار(ګادلا) یوهنرمند اودسلطنتي شورا او حکومت غړی وو، دمنډیلا پلار څلور ښځي لرلې، چې له هغو څخه یې دیارلس اولاده لرل ، څلور زامن اوو نهه لوڼې ،چې منډیلا یې دریم هغه وو. منډیلا خپل ماشوم توب دسویلي افریقا دکیپ په متاتا سیمه کې تیرکړی نوموړې خپلې لمړنې زدکړې هم په همدغه سیمه کې تر سره کړې او په ډېرکم وخت کې یې لوړو زده کړوته مخه کړه .

لا ۱۹ کلن وو،چې په ۱۹۳۷ زیږدیزکال کې د لوړو زده کړو په موخه د(فورت هار) په پوهنتون کې شامل شو دا هغه پوهنتون وو، چې د سلطنتي کورنۍ غړو به پکې زده کړې کولې ، ده ته ځکه په دغه پوهنتون کې د زده کړې چانس ورکړل شو ، چې پلاریې د سلطنتې کورنۍ سره ډېرې نیږدې اړیکې لرلې ، خو لا یې دپوهنتون لمړی کال وو، چې دپوهنتون په وړاندې دځینو کړنوپه تورنوموړی له پوهنتون څخه وایستل شوو، همداراز د سلطنتي کورنۍ سره یې هم اړیکې ترینګلې او د خپلې میرمنې سره چې نوی نوی یې واده کړی وو د (جهانسبرګ) ښارته وتښتیدل په هغه ځای کې یې د یوه ملګري (والترسیسولو) په مرسته دیوه حقوقي شرکت دمنشي په توګه دنده پیل او په همدې حال کې یې دسویلي افریقا په (ویتواترسرند) پوهنتون کې خپلې نیمګړې زده کړې پرمخ بيولې .

د نیلسن منډیلا سیا سي فعالیت:

په ۱۹۴۸ زیږدیزکال کې هغه مهال ،چې دهیواد سپین پوستو ( اپارتاید) ټاکنې وګټلې منډیلا او دهغه ملګرو یې مخالفت وکړ دا مهال منډیلا او دهغه ملګرو یوه حقوقی ټولنه لرله چې خلکو ته یې وړیا حقوقې اسانتیاوې رسولې . که څه هم منډیلا دعدم تشدد دمفکورې پلوي کوله خو بیا یې هم په ځینو وران کاره کړنو لاس پورې اوپه کال ۱۹۵۶ زیږدیزکې دخیانت په تورونیول شوو دنوموړي محکمې د۱۹۵۶ کاله نه تر ۱۹۶۱ کاله پورې دوام وکړ خو محکمې دمنډیلا په ګدون ټول نیول شوې کسان بیدون له کوم جرمي ثبوت څخه خوشې کړل.

منډیلا دحاکم نظام په وړاندې ځکه مقاومت کاوه، چې هغوی داقتدارحق یوازي دسپین پوستوګاڼه . نیلسن منډیلا په کال ۱۹۶۱ کې دیو شمیرګوندوپه راټوله ولو سره دیوې چرکي ډلې دجوړه ولو اعلا ن وکړ ، په همدې حال کې دسویلي افریقې سپین پوسته چارواکي ( اپرتاید) دې ته متوجې شول ،چې منډیلا ددوی لپاره په لوی خطراوړي نویې سمدستي دهغه دنیولوهڅې پیل کړې . منډیلا الجزایرهیواد ته پناه یو وړه او هلته یې دسویلي افریقي دځینو نورو رهبرانواومشرانوسره وکتل ، نوموړی چې کله متوجې شووچې ددوی (تورپوستکو) ګوند په سویلي افریقي کې بیدون له ده څخه کار نشې کولی ، نو نوموړی بیرته سویلي افریقي ته ستون اوخپلې مبارزې ته یې یوځل بیا زورورکړ.

د منډیلا نیول او زنداني کیدل:

منډیلا لا له وړاندې ددولت په وړاندې وسله واله مبارزه پیل کړې وه او په کال ۱۹۶۱ کې یې (دملت دنیزې) په نامه یوه چریکي ډله چمتو کړه ،چې دا ډله د (ام اس ) په نامه هم یادیده . منډیلا او ملګرو به یې داپارتاید دحکومت په تاسیساتو او نورو اورګانونو بریدونه کول . نوموړي دخپلې چریکې ډلې دروزلو او قوي کولو لپاره دځینو افریقا یې هیوادنونه مرسته هم وغوښته ، خو تراولسو میاشتووسله وال مقاومت وروسته چې منډیلا په مبارزه کې تیرکړل په کال ۱۹۶۲ کې ونیول شوو اوپه جهانسبورګ ښارکې زنداني شوو ، نوموړی دوسله والې مبارزې په تورپه پنځه کال بند محکوم شوو،خودوه کاله وروسته په ۱۹۶۴ کال دافریقې دملي کنګرې دغړیتوب په توردنوموړي دبند موده نوره هم وغځیده. په همدی حال کی چې منډیلا په زندان کې وو دهغه ډېرملګري ددولت له لوري ونیول شول او زندان ته ولیږل شول .

که څه هم دنوموړي وکیلانوډیره هڅه وکړه ترڅوهغه راخوشې کړي خو محکمې په ۱۹۶۴ میلادي کې منډیلا په عمري بند محکوم کړ. پرمنډیلا دا تور وو، چې هغه په نظامې کړنوکې برخه اخيستې او د سویلي افریقې دتخریب په خاطر یې دنورو هیوادنو څخه مرسته غوښتې ده چې منډیلا هم دا تورونه هم منلي وو.

منډیلا دخپل ۲۷ کاله بند اتلس کاله په (روبن) جزیره کې تیرکړل او په همدې حال کې یې دخپل ژوند کیسه هم چې (دازادۍ اوږده لار) نوموږې ولیکله.

منډیلا د سویلي افریقې دملې کنګرې سره دزندان پرمهال هم په اړیکه کې وو، همدغې کنګرې په کال ۱۹۸۰ زیږدیږکې دمنډیلا یوه وینا هم خپره کړه چې مهم برخی یې دا دي (( یوشئ، تیار شئ ، وه جنګیږئ او داپارتاید کړنې په سندان کې وټوکۍ موږ ته پکار ده چې دتبعیض دله منځه وړلو په اړه قربانې ورکړو اوهغه څه چې تر اوسه مو نه دې تر لاسه کړي حاصل کړو)) .

دنړیوالو فشارونواو دافریقا دملي کنګرې په په ډېرو هڅو، په دې شرط چې منډیلا به وسله واله مبارزه نه کوي دنوموړي دخلاصون اعلان په ۱۹۸۵زیږدیزکې وشوو خونوموړی بیا هم پنځه کاله په زندان کې وه ساتل شوو. بلاخره منډیلا د۲۷ کاله بند وروسته په کال ۱۹۹۰ زیږدیږ کې دفبروی په ۱۱ نیټه له زندانه راخوشې شوو.

نوموړي په خپله لمړنئ وینا کې وویل «هغه وسله واله مبارزه ،چې په ۱۹۶۰ کال کې پیل شوې لا تر اوسه پای ته نه ده رسیدلی ، موږ دخپلو حقونو لپاره مبارزه کوو ، او دا مبارزه به تر هغه مهال روانه وي ،چی په دغه هیواد کې په پوره توګه تورپوستانوته ،چې اکثریت هم دي حق نه وي ورکړل شوی ، موږ له دې لارې پرته کومه بله لاره نلرو زه هیله مند یم چې دسولې لپاره زمینه مساعده او داسې خبرې او پریکړې وه شي چې نورنووسله والې مبارزې ته اړیتا پیدا نشي .»

د افریقا د ملي کناګریس او د سویلې افریقا ولسمشري:

په کال ۱۹۹۴ کې په سویلې افریقا کې لومړنۍ ازادې ټاکنې ترسره شوې چې ملي کانګریس د منډیلا په مشرۍ داکثریت رایو په خپلولو سره نوموړی دلومړني تورپوستي ولسمشرپه توګه وټاکه. نوموړی د۱۹۹۴ نه تر ۱۹۹۹ کاله د سویلې افریقا ولسمشري وکړه . دا چې نوموړي په ډېره ښه توګه سویلې افریقي ته سوله راوسته او او د توراوسپین پوستانو ترمنځ شته ستونزې یې پای ته ورسولې د نړیوالو د تائيد وړ هم وګرځید.

د منډیلا کورنۍ:

منډیلا درې ځلې واده کړی دنوموړي لمړئ میرمن (نتوکومیس) چی څلوراولاده یې هم ترې لرل له منډیلاسره تر ۱۳ کاله تیره ولو وروسته له هغه څخه جلا شوه ، علت یې دنوموړی انقلابي کړنې وې ،چې دښځې یې ور سره نه وه جوړه . دنوموړي دوهمه میرمن (مادیکیزلا) نومیده منډیلا له یادې ښځې سره هم دځینو ستونزو په سر په ۱۹۹۶ کې جدا شوو . دنوموړي دریمه میرمن (ګراکا ماچل) نوموږی دا ښځه دموزامبیک هیواد دپخواني ولسمشرمیرمن وه چې هغه دچورلکې په یوه پيښه کې وژل شوی وو . منډیلا ددریم واده پرمهال داتیاووکالو وو .

د سیاست څخه دمنډيلا لاس په سرکیدل:

نیلسن منډیلا د۸۵ کالو په عمر په کال ۲۰۰۴ کې اعلان وکړ چې دسیا سي فعالیت څخه به لاس اخلي او یوازی ټولینزو او بشري چاروته به مخه کړي په ځانګړې توګه دایډزپه وړاندې مبارزه به دده راتلونکی کارونه وي . دنوموړي زوی (ماکګامنډیلا)په ۲۰۰۵ کال دایډزدناروغۍ له امله ومړ ، تر هغه وروسته دمنډیلا هڅه نوره هم دایډز دمخنوي لارو چاروته ته ډېره شوه .

نوموړي په کال ۲۰۰۳ کې دامریکا پرولسمشر بوش سختې نیوکې وکړې ، ده پربوش تور ولګاوه چې نوموړی دملګروملتونودهغه مهال مشر(کوفی عنان ) ته ځکه غوږ نه ږدي ،چې هغه یو تور پوستی دی .

منډیلا ته ورکړل شوې جایزې او میډالونه:

د نوبل جایزه په ۱۹۹۳

د لینن د سولې نړیواله جایزه ۱۹۹۰

د ولسمشرې نړیواله میډال

د بښنې دنړیوال سازمان د وجدان جایزه ۲۰۰۶

د جورج ډبلیو بوش جایزه

د مهاتما ګاندی میډال

د جهانسبرګ د ښار له لوري د ازادۍ جایزه .

د کاناډا له لوري افتخاري دوکتورا

د منډیلا ژوند ته یوه کتنه

منډیلا اوس د نړۍ د مشهور کسانوپه ډله کې راځي ، نوموړی ځکه دومره مشهوره دي چې دنژادي تبعض په وړاندي یې پراخه مبارزه وکړه ،که څه هم نوموړي تر یوه وخته وسله واله مبارزه کوله خو دعمر ډېره برخه یې دعدم تشدد پرمفکورې ولاړه وه، دنوموړي دمبارزې څخه دنړۍ دنورو هیوادونو مشران هم اغیزمن شول اودمنډیلا لاره یې ونیوله ، منډیلا اوس د۹۴ کالو عمر لري او او روغتیا یې وضعیت یې هم چندان ښه نه دی ، خو بیا هم کله ناکله دتلویزیون پرمخ دځینو مهموپیښو پرمهال راڅرګندیږی او دسولې او ورور ولۍ پیغامونه یې د نړیوالو ورځو پرمهال درسنو څخه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب