سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونههلمند کې تازه بې ځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

هلمند کې تازه بې ځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

تاند ( شنبه، د ثور ۱۸مه) په وروستیو اوونیو کې په هلمند کې جګړې د عامو خلکو ژوند سخت تریخ کړی او سلګونه کورنۍ یې له خپلو مېنو بې ځایه کړي، چې اوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د هلمند د کډوالو رئيس وایي، که څه هم دوی له خپلو سرچینو څخه ګڼو کورنیو سره مرسته کړې خو وایي دا مرسته بسنه نه کوي.

سیدمحمد رامین زیاتوي په دې وروستیو څو ورځو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي، چې اوس له سخت حالت سره مخ دي.

دوی وایي بې ځایه شوې کورنۍ اوس مهال نسبتا امنو سیمو کې ځای پر ځای شوي، خو که مرستې ور ونه رسېږي له سخت حالت سره به مخ شي.

په ورته وخت کې یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ هم له خپل سخت حالت نه کړېږي.

دوی وایي، که څه  هم دوی نسبتا امنو سیمو ته کډه شوي، خو لا هم په جګړو کې ایسارې کورنۍ شته چې د وتلو لاره نه لري.

بې ځایه شوې کورنۍ د مرستو ترڅنګ له حکومت نه غواړي، چې د هغو کورنیو خوندیتوب ته هم لومړیتوب ورکړي.

په هلمند کې د ځايي خبریالانو په وینا، چې د وروستیو جګړو له امله مخابراتي شبکو فعالیت هم په محدود شوی.

دوی وایي اوس په ۲۴ ساعتونو کې یواځې څو ساعته مخابراتي شبکې فعالیت کوي او بس، چې دې چارې هم خلکو ته سختې ستونزې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د هلمند له مرکز سربېره په شاوخوا سیمو او یو شمېر ولسوالیو کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې افغان ځواکونه او وسله وال طالبان په جګړه بوخت دي.

په دې جګړه کې دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب