سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeټولنیزراځئ چې خوشحاله اوسو / محب الله زغم

راځئ چې خوشحاله اوسو / محب الله زغم

هر څوک له خپل کاره شکایت کوي. ټول ترینګلي دي. رییس په ریاست کې نه دی خوښ، وزیر له خپلو ستونزو سر ټکوي، ډاکتر وايي: ((زما  نو څه ژوند دی، نه مې ورځ معلومه ده نه مې شپه))، انجینیر وايي: ((دلته پوهه په درد نه لګېږي. ما شل کاله درس ویلی اوس د یوه بېسواده سړي مزدور یم، څه دی چې هغه پیسې لري او شرکت يې جوړ کړی.))، دوکاندار درسره دوه خبرې نه کوې، وايي: ((وروره همدا يې بیه ده. که يې اخلې وايې خلې که نه نو ماغزه مې مه خوره.)) لنډه دا چې زموږ هر وګړی له خپل کاره راضي نه ښکاري.

څو موده مخکې هندوستان ته تللی وم. د ډیلي په ټرمینل کې سم بازار لګېدلی و. هره خوا د فري ډیوټي (free duty) دوکانونه وو. پلورونکو به د هرې پوښتنې ځواب په موسکه خوله راکاوه. ما ویل دوی خو په داسې لوکس ځای کې کار و بار لري نو ځکه خوښ دي. له هوايي ډګره ووتو، هوا ډېره ښه وه، مخکې باران شوی و. ملګري مې وویل راځه چې یو څو ګامه پلي وګرځو. روان شو. د سړک په غاړه کې شین چمن او غوړېدلي ګلان ولاړ وو. د چمن په هره څنډه کې درې څلور ښځې په للون لګیا وې. هغوی هم په خپلو منځو کې سره خوندور مجلس جوړ کړی و او هم يې کار کاوه. ما ځان سره فکر وکړ: چې دوی خوشحاله نه وي نو څوک به خوشحاله وي، د ګلو په منځ کې اوسېږي، خورلنې يې تر څنګ ناستې دي نو څه غم به يې وي. میده میده باران شروع شو. مخ مې پورته اسمان ته نیولی و او همداسې پر مخ روان وم، د باران څاڅکي مې پر مخ لګېدل او خوند یې راکاوه. پاکه صافه هوا، نه دوړې نه د موټرو لوګي. زما د تندي ګونځې چې له کابله مې راسره راوړې وې، کرار کرار لرې شوې. باران تېز شو، په یوه شېبه کې يې لانده خیشته کړو، خو بد راباندې نه لګېده. د یوې کوټې دېواله ته مو پناه یوړه، ټیکسي راغله، په کې کېناستو. ټیکسيوان هم راته خوشحاله واېسېد.

پر سبا یې کنفرانس پیل شو. د کنفرانس په ماښام په هوټل کې کنسرت و. یوه نوې ځوانه مسته هنري ډله يې رابللې وه. هلته مشر و کشر نه و معلوم، دا نه وو چې لوی پروفیسر دې ووايي زه نو څنګه د خپلو شاګردانو په مخ کې وګډېږم، ټول په میدان کې وو. خپل محفلونه مې رایاد شول، هغوی چې ځان ته لوی وايي په چکچکو هم شرمېږي. د یوه نسبتاً لوی چارواکي د نڅا کلیپ په کابل کې په ډېرو موبایلونو کې خوندي دی. هر چا به ویل راځه پلانکی درته وښييم، د زوی په واده کې نڅېدلی دی. هغه سړي بیا استعفی ورکړه، خلکو به ویل: ((استعفی يې نه ده ورکړې، حکومت د همدې کلیپ په وجه له کاره شړلی دی.))  زه ګمان کوم موسیقي د انسان په فطرت کې نغښتې ده. زوی مې د پنځه لسو میاشتو دی، چې مسته سندره واوري نو ورته پورته پورته غورځي خو چې د غزل غوندې ارامه سندره چالانه شي نو دی ورسره آلاب کوي (آآآآآآآ)، ماشوم طبیعي ژوند کوي، خپل احساسات نه پټوي خو زموږ لویان خپل احساسات ځپي. د خپلو احساساتو دوامداره ځپل او پر شا تمبول يې د زیګموند فروید په باور اروايي عقده جوړوي.

د کنسرت په بهیر کې د هوټل لس دوولس تنه ګارسونان پتنوسونه په لاسو کې د مېلمنو په منځ کې ګرځېدل. په پتنوسونو کې د چرګ کباب، سره کړي پنیر او یو بل ډول کباب چې ما پخوا نه و لیدلی، پراته وو. کبابونه په نکلي لوښو کې وو، لوښي دوه پوړيز وو. لاندنی پوړ يې لکه د بخارۍ اورتون و چې نرۍ لمبه په کې بل وه، کباب يې سړېدو ته نه پرېښود. ګارسونانو به پتنوس د هر مېلمه له مخې تېراوه، که د چا زړه ورته کېدل، نو شخوند به یې پرې واهه. په ځینو پتنوسونو کې د څښاک ګېلاسونه ګرځېدل، الکولي او ناالکولي هر راز څښاک چې به دې غوښتل. ګارسونانو له پتنوسونو سره خپل ورین تندي ګرځول. ما ته نو دا بیخي جالبه وو. زړه مې نه کرارېده، یو ګارسون مې ودراوه: ((ته له خپلې دندې خوند اخلې؟)) نه پوهېږم هغه به څه فکر کړی وي چې دا نو څرنګه پوښتنه ده، خو زما ځواب يې په عادي انداز کې راکړ: ((هو، ښاغلیه)) ما د فیلسوفانو چم وکړ، پر اوږه مې وټپاوه، ومې ویل: ((بهترینه دنده هماغه  ده چې ته ځنې خوند واخلې.)) رخه مې ورته راغله، زه په ډاکترۍ نه یم خوشحاله خو هغه په ګارسونتوب خوښ و.

موږ د تنظیمي جګړو پر مهال ایله د سر په فکر کې وو چې له دې اخ و ډبه به ژوندي راوځوو او که نه؟ شپه او ورځ خپه خپه وو. طالبان راغلل، سرونه مو په امن کې شول خو د نس په غم اخته شو. کار نه و، روزګار نه و. امر بالمعروف يې لا بل غم. بیا خپه وو، ځان سره مو ویل چې یو ځل د طالبانو له ظلمه خلاص شو نو بیا به غم نه لرو. طالبان لاړل، دیموکراسي راغله. د ږيرې واک مو خپل شو. کار و بار مو ښه شو، ژوند مو نسبتاً سم شو.  خو لا هم خوشحاله نه یو.

د انسان حرص ختمېدا نه لري. که په بې وزلۍ کې خوشحالي تجربه نه کړو نو په شتمنۍ کې به يې هم احساس نه کړو. دا مې د هندوستان له خلکو زده کړل چې خوشحالي په مقام، مسلک، پیسو او نورو شیانو پورې نه وي. خوشحالي یوازې د خوشبین انسان په زړه کې وي.


د ډاکتر زغم دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د جون په ۱۰ په تاند کې خپره شوې وه.

1 COMMENT

  1. سلام
    ستا لیکنه خو سوچه ادب ،فرهنګ ،ادبی مرغلرې او پښتنی مشرتابه دی. ستا سبک دلیکوالی طعم لری مالګه مرچ او مساله یې خوندوره.
    امام غزالی وایی:غصه انسانیت لکه شمع ویلې کوی.کله چې آسمان کې دبرېشناکړنک شی نو دهری هم نیم مومن ګرخی.
    هرحسین شی شه نه وی لیکن شه شی لازما حسین وی .
    بشبړه سایکو :خوشحالي په مقام، مسلک، پیسو او نورو شیانو پورې نه وي. خوشحالي یوازې د خوشبین انسان په زړه کې وي. زموږ ټولنه بدلون ته ضرورت لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی