سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاچای ـ شین که تور؟

چای ـ شین که تور؟

دواړه

په نړۍ کې له اوبو وروسته چای دی چې ډیر څښل کېږي او ورځ تر بلې یې پر بدن اغېز جوتیږی مګر له شیدو سره یو ځای څښل یې نه یوازې چې ګټه نه لري بلکې د چای ځینې ګټې هم له مینځه وړي، همدارنګه ډاکتران سپارښتنه کوي چې درمل (تابلیت) باید له چای سره ونه خوړل شي او چای له خوړو یا ډوډۍ وروسته ژر ونه څښل شي ځکه چې د غذا ځینی مینرالونه له مینځه وړي؛ د مثال په ډول غوښه چې په خپل ترکیب کې وسپنه لري او بدن خورا زیات ضرورت ورته لري، ورپسې د چای څښل وسپنه له منځه وړي.

شین چای:

د امریکا د پنسلوانیا ایالت ذ محققانو موندنې ښیي چې شین چای پر دې سربیره چې د چاغښت مخنیوی کوي د قلبی، وریدي، سرطاني او ځینو نورو ناروغیو په مخنیوي کې هم مرسته کوي.

تور چای:

تور چای په خپل ترکیب کی داسی مواد لري چې په بدن کې د غذایی موادو له هضم سره مرسته کوي او د احتراق عمل ته سرعت ورکوي. په دې ترتیب د چاغېدو له مخنیوي سره مرسته کوي.

علمي تحقیقات ښیي چې تور چای په لنډه موده کې د کوناټي (سرین) اندازه څو سانتی متره کموي. همدارنګه تور چای داسی مواد لري چې د هډوکو د خوړل کیدو یا ورستېدو مخه نیسي.

د تور چای په ترکیب کی چی کوم الیګالوکاتیخین ماده موجوده ده د خولې ساري ناروغیو مخنیوی کوي او همدا ډول په خوله کې سرطاني غدې له مینځه وړي په داسی حال کې چې پر نورمالو او سالمو غدو منفي تاثیر نه اچوي.

د چای ورځنی دوز څلور ګیلاسه ښودل شوی دی.

هیره دې نه ویي چې انسان باید یوازې په چای هم اکتفا ونه کړي بلکې د چای ترڅنګ اوبه هم وڅښي.

ترجمه او تخلیص ب. اندړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی