چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهکرزی وایي، ښکېل لوري دې د پردیو لپاره خپل افغانان نه وژني

کرزی وایي، ښکېل لوري دې د پردیو لپاره خپل افغانان نه وژني

تاند ( شنبه، د ثور ۱۸مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا په روانه جګړه کې پرملکي مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی، چې د پردیو د ګټو لپاره دې خپل افغانان نه وژني.

حامد کرزي زیاته کړې، چې په هېواد کې روانه جګړه بوږنوونکې ده او د پردیو د ګټو لپاره روانه ده له همدې امله ښکېلو لورو ته په کار ده، چې ژر یې پای ته ورسوي.

هغه په روانه جګړه کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتل هم وحشتناک او بشر ضد عمل بللی دی او تمه یې ښودلې، چې دواړه لوري د جګړو د شدت پر ځای مذاکرات چټک کړي.

کرزی وایي دلته روانه جګړه له خبرو پرته بله لار نه لري.

امریکا به د افغان ځواکونو روزنې ته په یوه بل هیواد کې دوام ورکړي

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو او امریکا هم پر طالبانو غږ وکړ، چې ژر تر ژره روان تاوتریخوالی کم کړي او پسرلنۍ نا اعلان شوې جګړه پای ته ورسوي.

یادو هېوادونو په یوه شل ماده ییزه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وو، چې دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ ملاتړي دي او په دې باور دي چې په دغه هېواد کې د زور حکومت بریا ته نه رسېږي.

دوی د روانې جګړې او تاوتریخوالي پړه هم پر وسله والو طالبانو اچولې ده او له دغه ډلې یې غوښتي چې ژر تر ژره روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

1 COMMENT

  1. ښاغلی کرزی صاحب، دلته ښکېل لورې نه بلکه یو لور د خپل پاکستاني بادارانوً به خوښه او امر افغانان وژني. کله چې تاسو ښاغلی ولسمشر وئ هيکله د ځان ښکېل نه ګڼه او همېشه د مخاطب طالبان و. خو اوس د هٔېواد منتخب حکومت ته د جګړې ښکېل وایې سره له دې چې ښه پوهېږې چې دا جګړه د ای اس ای او پنجاب له خوا پر افغان حکومت تپل شوې ده. تر هغه چې افغان مشران له حقیقته سترګې پټوي دا به مو حال وي. تاسو باید د یوه افغان په صفت طالب داړه ماران او د پردیو مزدوران مخاطب کړي وای، نه افغان منتخب دولت. مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی