چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان او ایران په سیمه کې د ناندریو پر کمولو خبرې...

سعودي عربستان او ایران په سیمه کې د ناندریو پر کمولو خبرې کړي

تاند ( شنبه، د ثور ۱۸مه) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي، چې دوی په سیمه کې د ناندریو او کشمکشونو د کمولو په موخه له ایران سره خبرې کړې دي.

دغه چارواکي ویلي خبرې خورا مهم پړاو ته رسېدلي او تمه ده چې ژر یې پایله محسوسه شي.

سعودي عربستان او ایران له کلونو راهیسې په خپلو کې سره یو لړ ستونزې درلودې، چې له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ ديپلوماتیکې اړیکې هم ختمې شوې وې .

آن دواړو هېوادونو د یو بل پر ضد نیابتي جګړې هم کړې دي.

اوس دواړه هېوادونه د ستونزې د سوله ییز حل په لټه کې دي.

دا په داسې حال ې ده، چې څه موده وړاندې هم د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ویلي وو، چې په سیمه کې له خپل سخت سیال او مخالف ایران سره ښې اړیکې غواړي.‌

نوموړي هغه مهال العربیه تلویزیون سره مرکه کې زیاته کړې وهم، هېواد یې غواړي چې ایران ورسره د منځني ختیځ د هوسا او بډایه کولو په چاره کې مرسته وکړي.

نوموړي هغه مهال په خپله مرکه کې ویلي وو، چې د ایران اتومي پروګرام، توغندیز بریدونه او د تهران لخوا د ناقانونه ملېشو ملاتړ هغه څه دي، چې دی ورسره ستونزه لري.

سعودي عربستان او ایران له لسیزو راهیسې په سیمه کې د برلاسي په موخه خپلو کې سره وران دي.

خو په وروستیو کې په منځني ختیځ کې نورو نیابتي جګړو د دوی خپلمځي سیالي لا سخته کړې.‌

سعودي همدا راز پر ایران تور لګوي، چې په عراق او لبنان کې د هغو شیعه ملیشو ملاتړ کوي چې په وروستیو کلونو کې یې پوځي او سیاسي واک ترلاسه کړی.‌

سعودي وايي چې دا ملیشې په خلیج کې د تېلو پر بېړیو بریدونه کوي‌ او همدا راز په ۲۰۱۹ کال کې یې د سعودي د تېلو پر زېربناو هم ډرون بریدونه کړي.

پر دې سربېره سعودي په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ له اټومي تړون سره هم مخالفت وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب