سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپه کاپيسا کې د چت نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۷...

په کاپيسا کې د چت نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي

تاند ( شنبه، د ثور ۱۸مه) د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د چت غورځېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځايي مسؤلان وايي چې پېښه تېره شپه په نجراب ولسوالۍ کې د زیات اورښت له امله رامنځته شوې ده.

مسؤلان زیاتوي د زیات ورښت له امله د یوه کور د خونې چت را لوېدلی چې، له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یادې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.

بل لورته ځایي خلک وایي، په یاده سیمه کې وروستیو ورښتونو عامو خلکو ته سخت مالي زیانونه اړولي دي.

وړمه ورځ په ختیځ ولایت نورستان کې  هم ورښتونو او سیلابونو خلکو ته  مالي او ځاني زیانونه واړول.

هغه مهال د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ویلي و: « وروستیو سېلابونو د خلکو څاروي له منځه وړي، کورونه یې نړولي، سړکونه یې ډېر زیات ویجاړ کړي، په واما ولسوالۍ کې درې څلورو کلیو ته غځېدلي سړکونه یې ویجاړ کړي. او یوتن یې وژلی دی. »

د یادونې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د زیاتو بارانونو له امله سیلابونه راووتل چې خلکو یې ته ځاني او مالي زیانونه واړول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی