Home+جاپان کې زلزلې درولی ساعت لس کاله وروسته بیا زلزلې فعال کړ

جاپان کې زلزلې درولی ساعت لس کاله وروسته بیا زلزلې فعال کړ

تاند –  راپورونه وایي، په جاپان هېواد کې یو دېوالي ساعت چې لس کاله وړاندې په یوه سخته زلزله کې له کاره لوېدلی او ولاړ و، تېره ورځ د یوې کوچنۍ زلزلې په ټکان سره په فعالیت پیل کړی دی.

د معلوماتو له مخې، له نن څخه لس کاله وړاندې د سونامي توپان او زلزلې په جاپان کې سخت مالي او ځاني زیانونه واړول، چې تر اوسه یې هم ترخه خاطره د جاپانیانو په یاد کې شته.

اوس تازه هلته دوه ورځې وړاندې یو جالب خبر دا و چې په یوه عبادت ځای کې پر دېوال ځوړند ساعت د سونامي توپان او زلزلې درولی و، پرون یوې بلې زلزلې د دې ساعت ستن بیا روانه کړې ده.

سرچینې وایي، دا ساعت د میاګي پرېفورم په یاماموتو کې د بودایزم د پیروانو په عبادت ځای کې پر دیوال ځوړند دی.

د دې عبادت ځای یو خادم د دې پېښې په اړه رسنیو ته ویلي چې دوه ورځې وړاندې د زلزلې د یو کوچني ټکان وروسته دا ساعت بیا روغ شوی او د ساعت ستن حرکت پیل کړی دی.

دوی دې چارې حیران کړي او وايي د لس کلونو وروسته د دې ساعت فعالیت یو ځانګړی پیغام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...