سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاپر ماشومانو د سګرېټو د لوګي اغېز

پر ماشومانو د سګرېټو د لوګي اغېز

تاند –  طبي متخصصان وایي، لکه څنګه چې د سګرټ څکول د هغې څکوونکو ته تاوان رسوي د څکوونکي په شاوخوا کې د ماشومانو پر روغتیا لا ډېر منفي اغېز کوي.

ماهران وایي، نوې څېړنې ثابتوي، سګرېټ چې څومره په مستقیم ډول پر څکوونکي منفي اغېز لري، تر دې زیاتې غیر مستقیمې اغېزې هم لري.

دوی وایي، دویم لاس دود هغه دود ته ویل کېږي چې له سګرېټ څکوونې پرته يې نور خلک تنفس کوي.

د دوی په وینا، دویم لاس دود لږ تر لږه ۲۵۰ ډوله کیمیاوي مواد لري چې پنځوس هغه یې د سرطان لامل کېږي.

طبي متخصصان زیاتوي، د سږو، پزې، سینې او د رحم دانې د هغو سرطانونو له ډلې دي چې د سګرېټ د دویم لاس له دود څخه پیدا کېږي.

د پوهانو په باور، په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو، د سږو تعفون، ستوني او غوږ ټولو ناروغیو اصلي لامل د سګرېټ دویم لاس دود دی چې تنفس کېږي.

دغه ماهران همدا راز زیاتوي، په سګرېټو او قیلون کې شته نیکوتین د وینې د لوړ فشار، د زړه د ضربان د تېزېدو او په وینه کې د شکرې د زیاتوالي لامل کېږي

دا په داسې حال کې ده چې هر کال تمباکو نږدې ۶ میلیونه کسان وژني.

نوې څېړنه ښيي چې د سرطان له ناروغۍ پرته سګرېټ د انسان بدن له د ننه ورستوي؛ هډوکي سولوي، ماغزه او سترګې خرابوي او د ماشوم په پیدا کولو کې د ښځو او نارینه‌و‌و وړتیا هم کمزورې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب