د اروپايې اتحادیې بهرنی سیاست
د اروپایې اتحادیې بنسټ په لومړي ځل په ۱۹۵۱ز کال کې د اروپا د سکرو ډبرو او پولادو ټولنې په نامه د جرمني، فرانسې، ایټالیا، بلحیم، هالند او لوګزامبورګ له خوا په پاریس کې کېښودل شو۰
په ۱۹۵۷ ز کال کې یې نوم د اروپا اقتصادي ټولنې ته بدل شو او د اروپا د اټومي انرژۍ ټولنه هم رامنځته شوه، چې په ۱۹۶۷ ز کال کې درې واړه ټولنې یو ځای او د اروپایې ټولنې په نامه یاده شوه.
په ۱۹۹۱ ز کال کې د ماستریخت تړون نوم یې پر اروپایې اتحادیې بدل شو او په ۱۹۹۲ ز کال تصویب او ۱۹۹۵ کال کې عملاً د اتحاديې په شکل رامنځته شوه۰» د ماستریخت تړون هر غړي هېواد ته د اروپایې ښارې نوم ورکړل شو، واحده کرنسي یورو يې رامنځته کړه او په ۲۰۰۷ز کال کې د غړیو شمیر ۲۷ هېوادونو ته ورسید۰
په اتحادیه کې تر نورو جرمني، بریتانیا او فرانسه ځواکمن دولتونه دي خو اوس بریتانیا ترې بهر شوې او د جلاوالي چارې یې روانې دي۰
په نړیوال نظام کې د اروپایي اتحاديې نقش
د نړیوال سیاست ځيني سیاستوپوهان لکه والتز او جان شاييمر وايي چې اروپايې اتحاديه نړيوال زبرځواک نه دی او نه ځواکمن نړيوال لوبغاړې دی۰
يو شمير ریالست ليکوال هم اروپایې اتحاديه د ځواکمن واحد پوځي ځواک نه لرلو له امله نړيوال زبرځواک او فعال لوبغاړی نه گڼي۰
يو شمير پوهان لکه د ونوس او رابرت کاگان بیا اروپايي اتحادیه يو ډول ارزښتپاله ځواک (قدرت) گڼي او جان مانوس او سایبل شیفرز يې پوسټ مډرن دولت گڼي او فرانس دوچه يې مدنې ځواک يادوي۰
د اروپایي اتحادیې د ځواکمنتیا او پر نړیوال نظام د اغېزو په باب چې یا نړیوال اغېزلرونکی قدرت دی که نه؟
ګډ امنیتي او بهرنی سیاست
» تر سړې جګړې وروسته اروپایي دولتونو په ۱۹۹۲ز کال کې د ماستریخت په ناسته کې د ګډ امنیت او بهرنی سیاست بنسټ کیښود۰
ماستر یخت تړون، چې په ۱۹۹۲ز کال کې لاسلیک شو، په واقعیت کې اروپایې مشرانو د اروپا د برم او عظمت لپاره ګډه هڅه وه او یووالي ته یې سرعت ورکړ۰
د اروپا لپاره ګډ امنیتي او بهرنی سیاست په ماستر یخت تړون کې وضع، ۱۹۹۷ز امستردام ۲۰۰۰ز کال دنسیر په تړونونو کې وضاحت ورکړی او تشریح شو۰
ګډ عمل ګډ امنیتي او بهرنی سیاست اساس دی٬ چې اروپایې اتحاديي غړي د امنیت او بهرنی سیاست په برخه کې ګډ عمل او اقدام کوي۰
پخوا به د نړیوال سیاست او مسایلو په باب اروپایي دولتونو جلا بهرني سیاستونه عملي کول خو اوسمهال د اتحادېي د غړیو ترمنځ توافق او ګډ دریځ شتون لري۰
په واقعیت کې امنیتي او دفاعي بهرننی سیاست اروپا ته دا شرایط برابروي چې له پوځي او غیر پوځي ابزارو او وسایلو څخه په استفادې د نړیوال سیاست او مسایلو په مدیریت کې شامل او ګټه ترلاسه او د نړیوال نظام برخوال شي۰
ګډ امنیتي او بهرنی سیاست نه یوازې اروپایي ارزښتونه پالي، بلکې د اروپا د اړتیا په پام سره داسې ځواک رامنځته کول دي، چې د اروپا د ګډ امنیت او بهرنی سیاست لپاره اړین وي۰
د اروپا دفاعي امنیتي بهرنی ګډ سیاست په چوکاټ کې د وسله والو ځواکونو کنترول له ملي قوماندانۍ سره پاتي کېږي، د ماموریت پرمهال د پوځي عالي شورا ترواک لاندې وي۰
ګډ امنیتي او بهرنی سیاست لرل د دې عامل شو، چې اروپا په نړیوال سیاست کې خپلواک هویت پیدا کړي۰
د اروپایې اتحادېي لپاره ترټولو ترخه پېښه او ستونزه د کوزوو بحران و، چې د ۱۹۹۹-۱۹۹۸ کلونو ترمنځ بحرانی حالت ته ننوت. همدا بحران د دې لامل شو، چې اروپا د یووالي خوا ته مزل وکړي۰
ماخذونه
نړيوال سياستونه
بين المللي سياستونه شير عالم امله وال