سه شنبه, مې 14, 2024
Home+یوازې-لنډه کیسه-عابده سپوږمۍ

یوازې-لنډه کیسه-عابده سپوږمۍ

نيم لوستى کتاب يې بند کړ، ځانته يې ترخه کافې جوړه کړه، اورسۍ ته نیږدې پر څوکۍ کېناست د کوټې ګروپ ته يې وکتل سترګې يې ور پټې شوې، پورته شو د ګروپ رڼا يې مړه کړه د مبايل ګروپ يې روښانه کړ، د اوبو له نله اوبه څڅېدې جګ شو د اوبو نلکه یې ښه تاو کړه خو، جوړه نشوه،  د کافې نيمه څښلې پياله يې راواخيسته د نيم لوستي کتاب پر لور ورغى ځان سره يې وويل:

د نيمې څښلې پيالې خوند سم لکه نيم لوستى کتاب چې سودا د وي ژر يې تر پايه ولولې او لکه د کافې اخري غوړپ چې ذهن ارام کړي.

 د کوټې ګروپ یې بېرته بل کړ، کتاب يې راواخيست، د څلوېښتمې پاڼې د لومړۍ کرښې په  لوستلو يې پيل وکړ.

له سهاره يې دا درېيم کتاب دى چې لولي يې، نن د يکشنبې ورځ وه سهار يې ملګرو ته زنګ وهلى و، چې يا به دى ورشي او يا به هغوى راوغواړي، خو ملګرو يې چا د يکشنبې ورځ اضافه کاري درلوده او څوک له کورنيو سره بوخت ول.

د ګروپ رڼا او د اوبو څکا د کتاب په خوند سم نه پوه کاوه، د کتاب پاڼه يې واړوله ژۍ يې ور قاته کړه، پر تاقچه یې کېښود.

ګروپ يې بېرته مړ کړ،  د اورسۍ له کونج نه يې د سګرتو  قوتى او سور ليټر راواخيستل، قوتي کې يو سګرېت پاتې وه.

اورسۍ يې خلاصه کړه د ژمي يخه هوا پرې ولګېده، بېرون تپه تياره وه د شپې څه کم يوه بجه وه شمال د ونو پاڼې ښورولې موسيقي يې پر ذهن ښه لګېده خو د خلکو نشتون يې زړه او فکر ور خرابوه، سګړېت يې کش کړ، څو کوره وړاندې د دروازې د سر ګروپ ته يوه سپينه پيشکه ښکارېده چې د يخنۍ له وجې ځان کې ټوله وه.

اورسۍ يې پورې کړه د سګرټ اخرې ايرې يې د سګرتو په خالي قوتي کې  وڅنډلې.

پر بالښته يې سر کېښود، د مبایل انځورونه یې راواړول د خپلې شپږکلنې لور همغه عکس ته یې ښه وکتل چې سهار يې مېرمنې ورته استولى و او دى يې پکې ښکل کړى و، ورته مسکى شو، مبايل يې کېښود، او سترګې يې پټې کړې.

د اوبو له نله څک،څک اوبه څڅېدې….

پاى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب