سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو سرپرست وزیر هم د لوګر مرکز پول علم موټر...

د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم د لوګر مرکز پول علم موټر بم برید پړه وسلوال طالبان وبلل

تاند ( شنبه، د غویی ۱۱ مه ) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حیات الله حیات وایي، د دوی استخباراتي معلوماتو په ډاګه کړې چې تېره شپه د لوګر مرکز پول علم کې موټر بم خونړی برید وسلوالو طالبانو کړی دی.

حیات الله حیات نن له امنیتي چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، په هېواد کې د ناامنیو بستر طالبانو خور کړی دی او دا برید د دوی کار دی.

حیات زیاته کړې: (زموږ دقیق استخباراتي معلومات دا دي چې دا برید طالبانو کړی ولې د لوګر او دې ته ورته نورې پېښې که کېږي او دوی یې رسما مسوولیت هم نه مني خو معلومه ده.)

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات دغه راز تور پورې کړی چې په هېواد کې ناامنیو ته اصلي بستر طالبانو اوار کړی دی.

د کورنیوچارو وزارت د معلوماتو له مخې، د لوګر په مرکز پل علم کې د تېر ماښام چاودنې ۲۱ کسان وژلي خو د لوګر سیمه ایزو چارواکو په چاودنه کې د ۲۴ کسانو د وژل کېدو او د ۱۱۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دا برید چې تېره شپه ترسره شو د ښځو او ماشومانو تر څنګ یې لسګونه خلکو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ درانه مالي زیانونه واړول.

د لوګر ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزی وايي، پېښه کې یو شمېر وژل شوي کسان زدکوونکي چې د کانکور ازموینې لپاره په چمتو والي بوخت وو.

د افغان لوړپوړیو چارواکو تر څنګ اروپايي ټولنې، د فرانسې او بریتانیا سفارتونو او په افغانستان کې یو شمېر بهرنیو استازولیو دغه برید غندلی دی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا برید او د برید پلان جوړوونکي په کلکو ټکو غندلي دي خو نه دي یې ویلي چې دا د چا کار و.

د دې ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم په لوګر کې موټر بم برید غندلې او زیانمنو سره یې خواخوږي شریکه کړې ده.

منظور ویلي: (د افغانستان ولس دا د څو لسیزو جګړو له کبله د ډېرو بدبختیو شاهد دی او وګړي یې د سولې ارمانجن دي. په دا جنګ کې په ټولو ښکېلو کړیو غږ کوو چې جنګ د هیچا په ګټه نه دی او هیله ترې کوو چې نوره د وینې د بهولو پر ځای د سولې په ټغر کیني او سوله وکړي.)

تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی، خو د افغانستان ولسمشري ماڼۍ او ګڼو نورو چارواکو یې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی