سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد کندهار په هوایي ډګر برید شوی

د کندهار په هوایي ډګر برید شوی

تاند(شنبه، د ثور ۱۱) د کندهار پر هوايي ډګر برید شوی دی خو تلفات او زیانونه یې نه دي اړولي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې نن تر غرمې وروسته د کندهار پر هوايي ډګر برید شوی دی، چې زیانونه یې نه دي اړولي او نه یې هم د ډګر توکو ته کوم ګواښ جوړ کړی دی.

د هغه په خبره پرسونل او ټول توکي خوندي دي.

امریکایي ځواکونو په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

د کندهار په هوایي ډګر کې ګڼ امریکايي پوځیان مېشت دي چې تر ډېره د افغان هوايي ځواک په روزنه او سلا مشوره کې ونډه اخلي.

دا برید داسې مهال کېږي چې نن طالبانو د بهرنیو ځواکونو د اډو د ساتنې خبرونه رد کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي، چې د طالبانو له لوري د بهرنیو ځواکونو د اډو د ساتنې په اړه په یو شمېر رسنیو کې خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي او حقیقت نه لري.

د ویلو ده چې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی چې وسله والو طالبانو د تیر څه باندې یو کال په اوږدو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي قرارګاو ساتنه کړې ده.

بلخوا طالبانو ویلي، دا چې د دوی او امریکا ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه د مې میاشتې لومړۍ ټاکل شوې وه خو د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره، امریکا له شوې هوکړې په سرغړونې سره طالبانو ته د هر ډول مناسب اقدام لاره خلاصه کړې ده.

د نوموړي په خبره، طالب جنګیالي د خپلو مشرانو تصمیم ته په تمه دي چې هغوی څه ډول پرېکړه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې هر ډول پرېکړه طالب مشرانو وکړه طالب جنګیالي به د هغه په رڼا کې عمل کوي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې یو ځل بیا تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی خو په ډېریو بریدونو کې طالبانو لاس لرل رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. ګوډاګیه ملا ذبیح خانه،
    بې ځایه ډرېږه مه. هغه څوک چې د په شاه دبوي او جګړۍ ته دې هڅوي یعنې ای اس ای، د امريکانو او غربیانو په پاتې شونې او پیسو خپل شپې او ورځې تېروي. که سبا ناتو په ای اس ای کلک غږ وکړې، پنجابستان تاسو ټول دلالان له یوې خوا له خوټو ځوړندوي. د ۲۰۰۱ کال مو له یاده وتی چې سر او کونې درنه ورکې وي او په يوه هفتې کې له شماله تر جنوبه ټول په هوا شوئ او سوري درنه ورک و چې چېرې پټ شئ. داسې نه شې چې هغه ورځ بیا درباندې راشي. نو لږ په فکر ګړېږه. ته خو هسې هم د ای اس ای له قرارګاه بیانې ورکوي، خو په دې نورو دلالانو دې چې په افغانستان کې پراته دې لږ رحم وکړه. داسې نه چې ټول زحمتونه مو له خاورو سره خاورې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب