پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد کابل د تېلو په یوه ټانک کې پراخ اور بل شوی

د کابل د تېلو په یوه ټانک کې پراخ اور بل شوی

تاند(شنبه، د ثور ۱۱) د کابل ښار د تېلو په یوه ټانک کې نن ماښام اور ولګېد چې لمبې یې د ښار په ډېرو برخو کې لیدل کېږي.

د شاهدانو په وینا اور د کابل ښار د شمال په اوولسمه ناحیه کې لګېدلی او له کبله یې د تېلوټانګ شاوخوا سیمو ته هم زیات زیان اوښتی دی.

د اور د لګېدو له کبله له شمال څخه پلازمېنې ته د راتلونکو موټر لار بنده شوې او د موټرو یو اوږد کتار منتظر ولاړ دی.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق ارین د پېښې د تایید ترڅنګ وايي چې اور لومړی د قلعه مراد بیک د تېلو په یوه ټانک کې بل شو.

ده دا هم وویل چې هڅې روانې دي چې اور ژر تر ژره مړ شي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویدیوګانې ښيي چې د تېلو ګڼ شمېر ټانکرونه یو په بل پسې اور اخلي او د اور لګېدو ساحه ورسره پراخیږي.

له دې پېښې سمدستي وروسته د کابل د شمال د ګڼو سیمو برېښنا پرچاو شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...