جمعه, مې 17, 2024
Home+د ثور ۸مه، او جهادی رهبرانو ته د خالص مخلصانه سپارښتنه

د ثور ۸مه، او جهادی رهبرانو ته د خالص مخلصانه سپارښتنه

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع
لا د ثور اومه، اتمه او حتی د جدی ۲۶ نېټه نه وه زېږېدلې، وطن آرام وو، مګر د خلقیانو په وسیله د سردار داودخان له واک ته رسېدو سره سم خلقی او پرچمی ډلو لکه د ایرانی اخوندانو د خپلو فکری مخالفینو او سیالانو د ټکولو او حذف لړۍ هم د ګوند دننه او هم د اسلامي نهضت د غړو پر خلاف په شدت روانه کړې وه.
هغه مهال کمونیستانو د غلطو استخباراتی او له ځانه تراشلو پروپاګندونو په وسیله ولسمشر داودخان داسي مهال د اسلامپال فعالانو په کودتا ویرول چې له سره هغوی د خپل ټول فعالیت او مانور سره د کابل پوهنتون تر شرعیاتو پوهنځۍ ورټول وو، او د ولس ترمنځ د کوم پیژندل شوی او تعریف شوی ځایګي څښتنان نه ول.
کمونیستانو غوښتل چې د اسلامپالو په ټکولو به په یو تیر دوه نښې چې یو د اسلامپالو حذف او بل د داودخان فکر له ځان څخه بل لور ته واړوی او پدې سره به د حفیظ الاامین او کارمل عناصر په پوځ کې دننه د کودتا شرایط پرته له هر ډول سرخوږۍ چمتو کړای شي.
همداسي وهم شول، کمونیستانو اسلامپال لومړی حساس کړل او بیا یې د ولسمشر داودخان په ادرس تر پیښوره وځغلول.
داچې کیسه اوږده نه شي، مولوی صاحب خالص ان د اعلیحضرت ظاهر شا د واکمنۍ له مهاله په پیښور کې مدرسه لرله او د وطن د تږو طالبانو د علمي تندي خړوبړلو په یوه بی سارې چینې بدل شوی وو.
کمونیستانو ځغلولی او له داودخانه بی زاره د اسلامی نهضت غړی چې بیا د افغان ـ شوروی جګړې پرمهال په اصطلاح جهادی رهبران تری جوړ شول، هر یو حکمتیار صاحب، استاد ربانی، سیاف او قاضی امین وقاد په پیښور کې د خالص وطني حجرې او مدرسي ته ورځی، هلته شپی او ورځی تیروی او مولوی صاحب خالص چې دا مهال مشر ملا وو، د یادو جهادی رهبرانو د نظام چپه کول او د داودخان ضد احساساتو له اورېدو وروسته له دوی پوښتي چې کله تاسو د نظام په مخالفت راوتلی یاست او د انقلاب خبرې کړي ایا د نظام له نسکورولو وروسته د نظام جوړونې کوم لیکلی مکتوبی او نظری طرحه هم لری چې وکولای شی یو عظیم ملت پرې راټول کړی او د وطن د ساتلو او پاللو مراندې درڅخه بیا سستي او ونه شلیږی.
نو دوی ټولو په ځانګړې ډول ښاغلی سیاف ورغبرګه کړې وه چې د نظام میظام کیسی به بیا وروسته سمبالووو لومړی د ولسمشر داودخان ختمول او نسکورول لومړیتوب لری.
مولوی صاحب خالص د دوی خبرې ور پرېکوی او د یوه داسي عالم او استاد په توګه چې د حکومتواله او د ملتونو د مشرتابه الفبا یې لا په طالبۍ کې زدکړې وه، د دوی دا لنډ، احساساتی او په غچ ولاړ دریځ د افغانستان په خیر نه ګڼي او دوی د نظام د ماتېدو او د یوه ملت د پاشل کېدو له بدو تاریخی او سیاسي پایلو څخه خبروی.
پایله دا شوه چې افغانانو که څه هم په اوچت عزم، بی ساری سرښندنو او عزتمند اسلامی عزمت او ملی غرور سره روسانو ته ماتي ورکړه، ولي په کورني برخه کې په ځانګړې ډول په یو محور، اعتقاد او هدف د افغانانو له راټولولو چې هغه افغانستان دی داسي پاتی راغلل چې وطن مو په یوه ناپایه شخړه کې کښېوتل، افغانستان د تجزیی او ماتېدو تر درشله ورسېدو، کابل وران شو، قومي جګړو زور واخېست او په لویه کې د ګران افغانستان د ثبات او ځواک هغه مراندې چې خالص یې له شکېدو ویره درلوده، تر ننه لکه د مرغلینو دانو امیل همداسي ناپیلي او دانه وانه پروت دی.
درنښت

1 COMMENT

  1. سلام
    قاضی صاحب ښکاری چې د استاد سیاف له بندى خانې راوتلو ،چا را خلاص کړ ؟څه وخت پېښور ته راغی او څه دول یې داتحاد ډله جوړه کړه اتحاد کې څوک ور سره ملګری شول ؟ اوپه څه دول یی له عربانو شیخانو چکونه اخیستل بیا لاړ د ګلم جمو سره یې ملا وتړله!!! خبر نه یې او یا دې خوب لیدلی ! دغه مو حال دی چی د تور او سره غوایی له ناوړو عواقبوسره مخ یو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب