چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپاکستان افغان طالبانو ته خبرداری ورکړ چې نور بس ده

پاکستان افغان طالبانو ته خبرداری ورکړ چې نور بس ده

تاند(چهارشنبه، د ثور ۸) پاکستان تازه هلې ځلې پیل کړي چې طالبان د سولې خبرو ته راوګرځي.

د پاکستان (دي نیوز) انګلیسي ورځپاڼې په یوه راپور کې، چې مشهور خبریال حامد میر لیکلی، ویلي چې پاکستان افغان طالبانو ته ویلي چې یا د سولې خبرو ته بېرته وګرځي او یا د پاکستان سختو اقداماتو ته ټینګ شي.

د حامد میر په وینا، د پاکستان چګپوړو امنیتي چارواکو په دوحه کې هم طالب مشرانو ته په زغرده ویلي چې د استانبول په کنفرانس کې د دوی له لوري له ګډونه انکار د افغانستان د سولې پروسې ته یو لوی ګوزار و او که دوی په خپل دریځ کې نرمښت رانه ولي نو عواقبو ته دې یې انتظار وباسي.

ټاکل شوې وه چې د اپریل په ۲۴ د ملګروملتو، ترکیې او قطر په کوربه توب په استانبول کې د افغانستان د سولې مهم کنفرانس جوړ شي خو طالبانو په دې کنفرانس کې له ګډونه ډده وکړه.

د طالبانو د انکار له کبله د امریکا متحدو ایالتونو له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو نېټه د مې له لومړۍ د سپټمبر یوولسمې ته وغځوله.

طالبانو ویلي، تر هغو په هیڅ راز خبرو کې ګډون نه کوي چې ټول بهرني پوځیان وتلي نه وي.

تېره اوونۍ په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر طالبانو ږغ وکړ چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

د حامد میر په وینا، نن (د اپریل ۲۸) د پاکستان یو جګپوړی امنیتي چارواکی دوحې ته لاړ چې له طالب مشرانو سره وویني او په خورا وضاحت ورته دا پیغام ورسوي چې«نور بس ده.»

د راپور له مخې، پاکستان او ځینې نور نفوذ لرونکي هیوادونه هڅه کوي چې طالبان په یوه موقت حکومت کې ګډون وکړي خو دوی حاضر نه دي چې په داسې یوه حکومت کې برخه واخلي.

حامد میر د پاکستان د (د ده په وینا) ډېرو باوري سرچینو په قول ویلي چې د پاکستان امنیتي ادارې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ له اړیکو خبرې شوې دي.

یوې مهمې سرچینې وویل «دوی د یوې سکې دوه مخونه دي.» خو افغان طالبان دا ادعا نه مني.

طالبان وايي، دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان امنیتي ادارې دوی ته ګوزار ورکوي، تر دې پخوا یې ملا عبدالغني برادر نیولي و چې په ۲۰۱۸ کې یې خوشي کړ او دغه راز ملاعبیدالله او استاد یاسر د دوی په جیلونو کې مړه شول.

حامد میر د یوه پاکستاني چارواکي په قول ویلي«دا اسانه ده چې د طالبانو په پرتله له اشرف غني سره معامله اسانه ده.»

دغه چارواکي دا هم ویلي چې د اشرف غني حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کاوه خو وروسته له دې چې پاکستان په دې برخه کې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړه، افغانستان د دې غورځنګ ملاتړ بس کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی