سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاد زړه او دماغ احتمالي سکته په خپله محاسبه کړئ

د زړه او دماغ احتمالي سکته په خپله محاسبه کړئ

ژباړه/ساحل منګل –

د بريتانيا د روغتيا وزرات د ګراينټرنټي په نامه يوه محاسبه پیل کړې چې ويل کيږي د راتلونکو لسو کلونو لپاره د هغو کسانو چې د زړه او دماغو په سکته اخته کيږي احتمال وڅيړي او انسان ترې خبر کړي.

دغه محاسبه کوونکي په لومړيو کې د يوه کس دعمر، جنس، قد، وزن ، د روغتيا سابقې، کورنۍ ژوند، د نشه يي توکيو کارول او ځينې نورخصوصيات پوښتي او له هغې وروسته هغه کس ته د زړه او مغز سکته اعلانوي .

دغه سيستم د هغو خلکو لپاره جوړ شوی چې عمرونه یې له ديرشو کلونو پورته دی. له دوی څخه د وينې د غوړ یا کلسترول، فشار، د شکرناروغۍ، د زړه ضربان او د پښتورګو د ناروغيو پوښتنې کيږي .

متخصيصين هيله مند دي ،چې دغه محاسبه به له خلکو سره مرسته وکړي تر څو ناسم عادتونه له ځانه لرې کړي او دخپل زړه او دوينې دوران ته زياته پاملرنه وکړي او که چيرې دوينې فشار يادبدن دغوړوالي څخه ناخبره وي ددې لارو څخه په پوهولو لاس پورې کړي.

خو يو شمير کارپوهانو د دې محاسبې په تر سره کولو انديښنه څرګنده کړې هغه دا چې که په دې محاسبه کې ديو کس دځانګړتياو په نظر کې نيولو پرته عمومي ځانګړتياوې په ګوته شي ممکن خلک بې دليله انديښمن کړي ځکه ،چې دځينو ناروغيو د لاملونو کنترول د خلکو په واک کې نه وي .

هغه څيړنه ،چې په امريکا کې تر سره شوې محاسبه کونکو دزړه د حملې ناروغي په نارينه و کې ۳۷ او په ښځو کې ۸ سلنې پوې ښودلې ده

دبريتانيا دروغتيا ادارې د يو داسې سيستم په طرحه کولو هم لاس پورې کړی ،چې په انسان کې دآلرايمز او ليونتوب ناروغيو احتمال هم محاسبه کړي .

د روغتيا نړيوال سازمان په ټولو ناروغيو کې دمړيني مهم لامل لومړی دزړه درګونو بندوالی بولي ،چې ۷ ميلونو کسان يې وژلي او دماغي سکته د مرګ دوهم لامل بولي چې ۶/۷ ميليونه کسان ترې مړه شوي دي

په ايران کې هم دمرګ مهم لامل ورته ناروغۍ دی او د دې هيواد دروغتيا وزارت د خبر له مخې هرکال په ايران کې ۹۳ زره کسان د زړه د سکتې له امله مري ،او د مغزو د سکتې له امله هر کال ۴۳ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب