جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد فاریاب پخوانی والي د مشرانو جرګې د انتصابي سناتور په توګه...

د فاریاب پخوانی والي د مشرانو جرګې د انتصابي سناتور په توګه وټاکل شو

تاند (پنجشنبه د ثور ۸) د فاریاب ولایت پخوانی والي نقیب الله فایق د ولسمشر له لوري د مشرانو جرګې د انتصابي سناتور په توګه وټاکل شو.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې رئیس شمیم خان کټوازی فاریاب ولایت ته تللی او د سناتور په توګه یې د فایق د ټاکل کېدو فرمان هم ورسره وړی دی.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، «د فارياب ولايت مخکيني والي ډاکټر نقيب الله فايق ته د ښې حکومتولۍ په منظور؛ د غازي مير‌بچه خان مډال ورکړل شو او دغه‌ راز نوموړی د افغانستان اسلامي جمهوريت د مشرانو جرګې انتصابي غړی وټاکل شو.»

په ورته وخت کې د جنبش ګوند مشر مارشال دوستم ته نږدې کس او د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند ویلي چې دا د ولسمشر غني شخصي پرېکړه ده او په فاریاب کې له روانو لاریونونو سره هیڅ تړاو نه لري.

نقیب الله فایق داسې مهال د مشرانو جرګې د انتصابي سناتور په توګه ټاکل کیږي، چې د فاریاب ولایت اوسېدونکو له تیرو څو ورځو را هیسې د نوي ټاکل شوي والي پرضد لاریونونه پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...