جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهامريکايي سندرغاړې کارډي بي خپله لور د سندرو اورېدو ته نه پریږدي

امريکايي سندرغاړې کارډي بي خپله لور د سندرو اورېدو ته نه پریږدي

تاند  –  د امريکا مشهوره سندرغاړې او اداکاره کارډي بي وايي، هغې خپلې کوچنۍ لور ته دا اجازه نه ده ورکړې چې د هغې سندرې واوري.

د پاپ موسيقي دا مشهوره سندرغاړې وايي، د هغې سندرې د بالغو خلکو لپاره دي او د ماشومانو لپاره نه دي.

هغه وایي، په همدې موخه یې خپله لور منع کړې ده چې د هغې سندرې وانه وري.

له کارډي بي څخه په انسټاګرام کې يو کس دا پوښتنه وکړه چې هغه ولې خپله دوه کلنه لور د خپلو سندرو اورېدو څخه منع کوي.

نوموړې يې په ځواب کې ويلي ((زه دا سندرې د بالغو خلکو لپاره وايم، نه د ماشومانو لپاره، نو کوم ماشومان چې دا اوري دا يې د مور و پلار مشکل دى.))

نوموړې په خپلو خبرو کې زياته کړې چې د ماشومانو په ځان د باور لپاره دا غوره ده چې د هغوى سره خبرې وشي، د هغوى ملاتړ وشي او هغوى ته ښه زده کړه ورکړل شي.

کارډي بي د امريکا یوه مشهوره او نامتو سندرغاړې ده چې ډېرى وخت يې په سندرو باندې د خلکو له خوا نيوکې هم کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب