جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبلېنکن: موږ د افغانستان تر څنګ یو،دغه هېواد یوازې نه پرېږدو

بلېنکن: موږ د افغانستان تر څنګ یو،دغه هېواد یوازې نه پرېږدو

تاند(چهارشنبه، د ثور ۸) امریکا وایي افغانستان به یوازې پرې نه ږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له سي ان ان سره په یوه تازه مرکه کې ویلي دوی په نظامي توګه له افغانستان وځي، خو له دغه هېواد سره به پیاوړې ديپلوماتیکې اړیکې وساتي.

د هغه په خبره په بشپړه توګه به افغانستان یوازې پرې نه ږدي او هڅه کوي ددغه هېواد ملاتړ ته په بېلو برخو کې ادامه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د سولې په مسئله کې دخیل شي او په خبره یې دلته د نارامۍ راتلل د هېچا په ګټه نه دي.

بلینکن په افغانستان کې د راتلونکي وضعیت په اړه ویلي چې ښایي دلته کشمکشونه ډېر شي خو په خبره یې ناندرۍ او جګړې د هېچا په ګټه نه دي او هېڅوک په افغانستان کې د کورنیو جګړو د رامنځ ته کېدو او تاوتریخوالي د اوږدېدو ملاتړي نه دي.

په ورته وخت کې امریکا له افغانستان د خپل سفارت غیر ضروري کارکوونکو ته د وتلو سپارښتنه کړې ده.

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په کابل او ولایتونو کې د تښتوونو، ځانمرګو بریدونو، موټربم بریدونو او هدفي بریدونو د ډېرېدو امکان شته دی نو له همدې امله د امریکا د سفارت غیر ضروري کار کوونکو ته په کار ده چې ژر تر ژره د خصوصي هوایي شرکتونو په مرسته له افغانستان ووځي.

د امریکا سفارت زیاته کړې، چې وضعیت حساس دی او امریکا د خپلو کارکوونکو لپاره اړین امنیتي امکانات نه لري نو له همدې امله یې وتل غوره پرېکړه ده.

امریکا تر دې وړاندې هم خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې وه چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب