پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: له افغان حکومت او طالبانو سره مو مرستې مشروطې دي

خلیلزاد: له افغان حکومت او طالبانو سره مو مرستې مشروطې دي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۸) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي، چې دوی د سرتېرو تر ایستلو وروسته له افغانستان سره د مرستو په لټه کې دي.

نوموړی د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ور بلل شوی و او پوره دوه ساعته یې د افغانستان د راتلونکې او سولې بهیر په اړه له نوموړي پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي طالبان او حکومت دواړه له دوی د مرستې غوښتونکي دي خو په خبره یې د امریکا مرستې به له دوی سره مشروطې وي.

هغه په خپلو خبرو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که پر نظامیانو یې برید وکړي له سخت ځواب سره به مخ شي.

نوموړي پر طالبانو یو ځل بیا دا غږ وکړ چې له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړي او د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

خلیلزاد ویلي چې دوی له افغانستان سره خپله همکاري او ملګرتیا ساتي او په وینا یې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ژمن دي.

خلیلزاد ویلي که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي او هڅه وکړي چې له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي نو د نړیوالو او سیمه یزو همکارانو په مرسته به دغه ډله منزوي کړي.

هغه هیله څرګنده کړې چې دواړه افغان لوري د سولې لپاره رښتینې هڅې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب