پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهغني: د هېواد په دې شرایطو کې د ولس یووالي ته...

غني: د هېواد په دې شرایطو کې د ولس یووالي ته اړتیا ده

تاند(چهارشنبه، د ثور ۸) ولسمشر غني وایي، هېواد په حساسو شرایطو کې دی او له افغانانو یې د یووالي د ساتلو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د مجاهدینو د بریا په مناسبت په خپاره کړي پيغام کې ویلي چې د جهاد تر بریا وروسته بې پروايي او خپلمنځي ستونزې ددې سبب شوې چې ناورین لسیزې په افغانستان کې ادامه پيدا کړي او په خبره یې اوس هم افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او ددې اړتیا ده چې افغانان خپل یووالی وساتي.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او له جګړو لاس په سر شي.

ولسمشر دا خبرداری هم ورکړی چې هېڅوک له زور او فشار په استفادې په افغانانو خپلې طرحې نه شي منلی او په خبره یې افغانانو کلونه د ولسواکۍ او نظام د جوړولو لپاره قربانۍ ورکړې دي او په اسانه به له خپلو قربانیو تېرنه شي.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده او پر نړیوالو یې غږ کړی چې خپلو صادقانه همکاریو ته ادامه ورکړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د ورځې ګڼ شمېر افغانان د طالبانو له لوري د ښخو شویو ماینونو د چاودنو په پایله کې خپل ژوند بایلي.

نوموړي دغه راز د طالبانو له لوري د ټولګټو پروژو ورانولو ته په اشارې وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د دغې ډلې ټولې پلمې ختمې شوې دي. هغه یادې ډلې ته په خطاب کې وویل: (طالبانو پیغام مو څه دی، څوک وژنئ، څه له منځه وړئ، سبا به یې څنګه جوړوئ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب