شنبه, جون 1, 2024
Homeروغتیاد زیتونو تېل مو د سرطان له ناروغي څخه ژغوري

د زیتونو تېل مو د سرطان له ناروغي څخه ژغوري

تاند –  طبي څېړوونکي وایي، د يوې نوې څېړنې له مخې دا په ډاګه شوې چې د زيتون تېل پر سرطان اخته انسان د سرطان له ناروغي څخه ژغورلای شي او کارول يې زيان نه لري.

د هاورډ پوهنتون څېړوونکو ويلي د دوی څېړنې ښيي چې زيتون په خپل جوړښت کې (کنټال) ماده لري.

د دوی په باور، کنټال هغه ماده ده چې د سرطان ويروس ځپلې حجرې له منځه وړي او هغه حجرې چې لا تر اوسه د سرطان پر ويروس نه دي ککړې شوې، د سرطان له ويروس څخه يې خوندي ساتي.

دوی زیاتوي دې څېړنه کې یې موندلې چې کنټال ځپل شوې حجرې ته ننوځي او پروټين خارجوي چې دغه پروټين د ځپل شوې حجرې په ختمېدو کې لويه دنده تر سره کوي.

نن سبا په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم د معدې او کلمو د سرطان د درملنې په موخه د زيتون تېل کارول کېږي.

ساينسپوهانو له زيتونه د دې حيرانوونکو ګټو د لاس ته راوړلو په موخه لومړی د زيتون (کنټال) ماده پر ژوندي سرطان کارولې او دې پایلې ته رسیدلي چې د سرطان له ويروسه اغېزمن شوې حجره له منځه ځي.

د هاورډ پوهنتون څېړوونکي دا هم وایي چې دا اړينه نه ده چې سل په سلو کې دې د سرطان ناروغ د زيتون د تېلو په خوړلو روغ شي او سرطان دې له منځه يوسي.

دوی څرګندوي چې د زيتون تېل د سرطان په ځپلو کې اغېزمن دي؛ خو د کيمو تراپي (Chemotherapy) په څېر بدې پايلې نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب