د نصاب له امتحاني نظام مو مطلب د ښونیز نظام د ټولو هغو درسي او علمي زدکړو د ارزونو د پروسو یادول دي، چې په درسي او علمي ځایونو، ښونځیو او پوهنتونونو کې د یوه مهم ضرورت له مخې د نصاب او زدکړو برخه ده او مقصد یې د علمي نصاب او د محصلینو د زدکړې ارتقا او پرمختګ ارزول دي. امتحان د زدکړو لپاره خورا لازم عمل او میتود دی، چې هیڅ درسي نصاب او نظام له دې پرته تکمیل نه دی، ممکن همدا مهم لامل وي، چې ښونیز نصاب امتحانونه د یوه مهم ضروري معیار له مخې لازم بولي.
د امتحاني معیار لپاره د نړۍ ښونیز نظامونه مختلف میتودونه کاروي، هغه نصابونه، چې امتحاني کمزورۍ ولري، که ډېر ښه نصاب هم وي، د هغه په پرتله کمزوری وي، چې امتحاني نظام یې بهتر وي. یعنې پر نصاب د امتحان اثر لازمه خبره ده.
زموږ له ابتدایه ښوونځیو تر لوړو زدکړو د نصاب دغه برخې ته هم لکه څومره چې لازمه وه، مسوولو خواوو یې هغومره توجه ورنکړه او دې نه توجه د نصاب په بهتر کېدو کې لوی خنډ رامنځته کړی دی. همدا علت دی چې د نصابونو امتحانونه مو تقریبا ټول یو ډول ستونزې لري او دا ستونزې د امتحان په موډل کې نه دي، بلکې له دې موډله د ناسم او کمزوري برداشت ستونزه ده. د نړۍ اکثر امتحاني میتودونه تقریبا په لږو توپیرونو سره مختلف دي. زه د دې خپل ناسم او کمزوري برداشت څو معلوم ادرسونه د خپلې تجربې له مخې درښایم.
زموږ ښوونکي د امتحان په اړه داسې فکر کوي، چې دا د زدکړو یا نصاب اصل مقصد دی، حال دا چې اصل مقصد امتحان نه؛ بلکې زدکړې دي، امتحان د دغه زدکړو د ارزونې یوه وسیله ده، وسیلې کله هم اهداف نشي ټاکلی، وسیلې لارې او میتودونه دي. زموږ د امتحاني نظام دغه میتود اکثریت برخه محصلین له اصل مسیره اړولي دي.
دوی داسې فکر کوي، چې زدکړې یې یوازې همدا د امتحانونو تر ورځې دي. تاسې به لېدلې وي، چې په امتحاني ورځو شپو کې محصلین د شپې زیاته برخه خپل درسونه د دې لپاره حفظ کوي، چې د سبا ورځې د امتحان ستونزه پرې حل کړي؛ یعنې زموږ درس یا نصاب یوازې همدا یوه ورځ ستونزه حل کولای شي یا یوه ورځ زموږ پکار راځي؟ دا چاره یوازې محصل نه کوي، چې موږ یې ملامت کړو، بلکې اکثریت برخه ښوونکي په دې ملامت دي، چې دې ډول میتودونو ته یې وده ورکړې ده، دوی داسې فکر کوي، چې امتحان رښتیا هم د درسونو یا زدکړو ټکي په ټکي حفظ کول یا یادول دي، حال دا چې ځېرک ښوونکي په صنفي فعالیتونو خپل لایق او مستعد محصلین معالوموي او نتایج یې د علم او وړتیاوو په محسوس او عملي بنسټ ارزوي.
زموږ د استادانو او ښوونکيو یو بل ناسم فکر دا دی، چې یوازې کتابونه او چیپټرونه د درس اخري حد ګڼي، په همدې اساس ښوونکي یوازنی مسوولیت د درس ټکي په ټکي ښودنې ته وايي او له محصله هم دا توقع لري، چې په امتحانونو کې ټکي په ټکي همغه درس ورته ولیکي. ګڼ داسې استادان مې لېدلي دي، چې حتی د محصل خپل مفهوم هم نه مني؛ یعنې ټکي په ټکي درس او عبارت زموږ د استادانو د امتحانونو سره کرښه ده.
د امتحانونو دې میتود نه یوازې زموږ نصاب ته نورې ستونزې هم جوړې کړي دي؛ بلکې دې طوطي ډوله مطالعې پکې د یوه مهم تمایل ځای نېولی، دا ډول مطالعه بېخي تمبل محصلین هم په امتحانونو کې کامیابولی شي. زهین محصلین په خورا لږ ریاضت د کتابونو او چيټرونو په یادولو ځان داسې ګڼي، چې ګواکې دوی مقصد ته ورسېدل حال دا چې چيپټرونه او کتابونه د مسلکي مطالعاتو ابتدايي کونجیانې دي. زموږ محصلینو او شاګردانو ته په نشت حساب استادان د نورو څېړنو او نویو علومو د تحقیق لار ورکوي، همدا علت دی، چې زدکړې او نصابونه بېخي له یوه ډول ولاړ حالت سره مخ دي.
د لوړو زدکړو د کریکولم او د ملي امتحاناتو کوميټې هم مکلفې دي، چې استادان او ښوونکي د درس او زدکړو د کیفیت پر ځای د امتحان پر هغو اصول او قواعد ډېر جدي اړمن ونه ګڼي، چې دوی پرې د نه باور لامله د امتحانونو د شفافیت نوم ایښی او وخت نا وخت یې پرې د نه مراعت تهدیدونه ورته کوي، زه وایم که پر استاد او ښوونکي د درس او تدریس اعتبار کېږی؛ نو د امتحانونو د خپلو میتودونو اختیار مسله به یې نور هم زړور او باکیفیته کړي. مطلب استاد او ښوونکيو ته دې د درس د کیفیت او د صنفي فعالیتونو په اساس د امتحانونو اختیارات ورکړای شي؛ بلکې د درس او زدکړې یو عام غوندي قید دې ورسره ولګېږي یعنې په صنفي نتایجو دې تمرکز ډېر شي.
که د امتحانونو مقصد او هدف د محصلینو د علومو او زدکړو ارزونه وي؛ نو بیا خو دغه ارزونه په پخپله استادان هره ورځ په صنفونو کې په ښه ډول جاج کولای شي، نو د یوې ورځنۍ ارزونې او یوه ورځني درس د اهمیت انګیزه ولې محصل ته ورکړو، پکار دا دی، چې زموږ امتحاني نظام د عملي او محسوسو پایلو پر بنسټ ورغېږي او په دې رغېدا کې مهم نقش پخپله استادان او ښوونکي په خورا ښه ډول ترسره کولای شي.
زه د امتحاني نظام مخالف نه یم؛ بلکې له دغه امتحاني نظامه د برداشت او توجیه مخالف یم، زموږ امتحانونه تراوسه د علم او زدکړې د ارزونې اصل تلې نه دي، بلکې د حافظو د معلومولو پروسې دي، نه مو استادان او ښوونکي د درس پر عملي نتایجو قضاوتونه کوي او نه مو محصلین د درس او زدکړو له حفظ کولو پرته پر بل اهمیت پوهېږي، دا هغه څه دي، چې زموږ د نصاب مشکلات یې زیات کړي دي، د نصاب او درس پر باکیفیته کولو کې ارزونه خورا مهم عمل دی؛ خو دا عمل باید موږ غلط برداشت نه کړو. تراوسه د نړۍ په کچه د امتحانونو پر ځای د بدیل بله لار نشته، خو د امتحانونو د میتود او ډول له مخې تقریباً داسې میتودونه شته، چې له مخې یې امتحاني نظامونه ورسره شفافیت او بهتري مومي.