جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماله فلم جوړوونکو د سونیل شیټي ګیله

له فلم جوړوونکو د سونیل شیټي ګیله

تاند ( چهارشنبه، د غویی ۸ مه ) د بالیووډ پخوانی او مشهور اداکار سونیل شیټي وايي، فلم جوړوونکو ورسره ناځواني پیل کړی؛ ځکه ځیني اداکاران ورسره په کمو پیسو هم فلم جوړولو ته نه دي تیار.

سونیل وایي، فلم جوړوونکي له ده سره تر ۵۰ کروړه چې کم مقدار پیسې دي فلم جوړولو ته نه دي تیار؛ خو د اکشي کمار او نورو اداکارانو سره بیا ان ۵۰۰ کروړو هم فلمونو ته تیاری ښیي.

سونیل شیټي چې د بالیووډ پخوانی اداکار دی، دې برخه کې یې درې لسیزي د اکشن هیرو په توګه کار کړی دی.

هغه یاده موده کې د بارډر، کانټی، مهرا، هیرا پهیري او دغه راز اواره پاګل دیوانه په څېر مشهور او هټ ( بریالي ) فلمونه بازار ته وړاندې کړې دي.

نوموړی وايي، فکر کوي چې اوس سینما د پخوا په څېر نه؛ بلکې بدله شوې خو وایي، ښایي د ده ستونزه هم دا وي چې هر چا سره په هر ډول فلم کې هر ډول کردار نه لوبوي.

شيټي دغه راز زیاته کړې چې د ځان د کردار لوبولو لپاره ډېر فکر کوي او نه غواړي چې هر ډول کردار ولوبوي.

سنیل په خپلو خبرو کې د فلمي نړۍ د ځوانو لوبغاړو ټایګر شروف او ایوشمان کورانا د نومونو په یادولو سره ویلي چې نه غواړي هر چا سره هر ډول فلم جوړ کړي؛ ځکه وایي د فلم جوړولو لپاره د فلم د ډایرکټر په اړه هم فکر کول په کار وي.

نوموړی د یادو ځوانانو لوبغاړو پر کردار او فلمونو داسې مهال نیوکه کوي چې دوی دې وروستیو کې سر په سر څو فلمونه بازار ته وړاندې کړي او خلکو هم خوښ کړي دي.

سنیل وایي، ټایګر او ایوشمان ته یې مشوره دا ده چې د سلمان خان، اجی دیوګن او د اکشي کومار په څېر ځانونه ثابت وساتي او د ډېرو پیسو ګټلو په موخه دې بې هدفه فلمونو کې رول نه لوبوي.

هغه که څه هم د کوم خاص فلم یا کردار نوم وانخیست خو وایي یاد لوبغاړي دې په فلمونو کې له دقت څخه کار واخلي.

ویل کیږي چې سنیل پر دې دواړو لوبغاړو ځکه نیوکه کړی چې له ده سره یې د فلم له جوړولو څخه انکار کړی دی.

د بالیووډ د مشهورو اداکارانو تر منځ هم وخت نا وخت د فلمونو په سر یا جریان کې د دا ډول ناندریو راپورونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب