Home+آی پي ايل: نن ماښام چینای له حیدرآباد سره لوبېږي

آی پي ايل: نن ماښام چینای له حیدرآباد سره لوبېږي

تاند (چهارشنبه، د ثور ۸مه) د هند په سوداګریزو لوبو کې نن ماښام د چینای سوپرکېنګ لوبډله د راشد اړوند حیدر آباد لوبډلې سره لوبېږي.

دا لوبه یو ساعت وروسته د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیلېږي.

چینای لوبډلې تر دې دمه په روانو لوبو کې ۵ لوبې ترسره کړي چې ۴ یې ګټلي او په جدول کې دوهم مقام لري.

خو بل لورته بیا حیدر آباد لوبډله ښه نه ده ځلېدلې.

یادې لوبډلې په ۵ لوبو کې یواځې یوه لوبه ګټلې او په جدول کې هم تر ټولو وروستی ځای لري.

حیدر اباد لوبډلې سره درې افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدراڼ لوبېږي.

تر دې دمه افغان راشد خان په ۵ واړه لوبو کې لوبېدلی او ښه ځلېدلی دی.

محمد نبي بیا په دوه لوبو کې لوبېدلی او دغه راز مجیب ځدراڼ بیا په یوه لوبه کې لوبېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...