تاند ( چهارشنبه، د غویی ۸ مه) د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د خپل سفارت هغو ټولو کارکوونکو ته چې کولای شي له بل ځایه خپلې دندې تر سره کړي، له افغانستانه د وتلو امر کړی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپلو اتباعو ته ویلي چې افغانستان ته له تللو ډډه وکړي.
دغه راز یې په افغانستان کې شته خپلو اتباعو ته هم لارښوونه کړې چې ژر تر ژره افغانستان پرېږدي.
د یاد سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د دې پرېکړې لامل ناامني، مقناطيسي ماينونه، وسله والې نښتې، اختطاف او د کرونا ویروس یاد شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، هغه افغانستان مېشت امریکایان چې غواړي سفر وکړي، ”د امکان تر حده ” ژر دې د شخصي هوايي شرکتونو په الوتکو کې له دې هېواده ووځي.
ورته مهال تېره اونۍ د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت هم د امنیتي اندېښنو له کبله خپلو وګړو ته سپارښتنه وکړه چې افغانستان ته دې سفر نه کوي.
دغه هېواد همدا راز افغانستان کې له خپلو مېشتو وګړو هم وغوښتل چې د امنیتي خطرونو ډېرېدو ته په کتو دې له افغانستانه پر وتلو غور وکړي.
د بریتانیا د بهرنیو وزارت وايي، د خطر د خبرداري کچه یې د دې لپاره لوړه کړې چې طالبانو په زغرده ویلي د می میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته ښايي بریدونه ډېر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن څه موده مخکې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو نېټه د سپټمبر ۱۱ اعلان کړه.
د بایډن د دې پرېکړې په غبرګون کې وسله والو طالبانو وویل چې په دوحه کې له امریکا سره د دوی د شوي تړون له مخې باید ټول بهرني ځواکونه د روانې اپریل میاشتې تر پایه پورې ووځي او که داسې و نه شي، دا به د دوحې له تړونه سرغړونه وي چې مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
طالبانو په داسې صورت کې پر بهرنیو ځواکونو د احتمالي بریدونو ګواښ هم کړی.
do not forgot afghan defense force army national security force &police.
also many political party also should fight against talibs.
talibs are not strong.
zindabad afghan mili urdo.