سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد لوګر محمداغې ولسوالي اړوند سیمو کې په سړکونو د طالبانو تالاشیو...

د لوګر محمداغې ولسوالي اړوند سیمو کې په سړکونو د طالبانو تالاشیو خلک له ستونزو سره مخ کړي

تاند ( چهارشنبه، د غویی ۷ ) راپورونه وایي، وسلوال طالبان له څو ورځو راهیسې د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالي اړوند سیمو کې د سړکونو او لویو لارو په سر چک پاینټونه جوړوي او خلک تالاشي کوي.

د سیمي اوسیدونکي او د دغو لارو مسافر وایي، وسلوال طالبان دا څو ورځې د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د سړک په سر تالاشي کوي او د خلکو د ځورنې ترڅنګ ځیني دولتي مامورین یا هم سرتیري چې له وظیفو څخه کور او یا هم وظیفو ته په لاره وي له ځانه سره بیایي.

د معلوماتو له مخې، دې وروستیو کې وسلوال طالبان د کابل – لوګر په لویه لار هم وخت ناوخت راوځي او د لارو مسافر تالاشي کوي.

تاند داسې عکسونه تر لاسه کړي چې پکې ښکاري وسلوالو طالبانو د محمداغې ولسوالي اړوند سیمه کې لسګونه موټر د تالاشي په موخه درولي دي.

دا عکسونه نن د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالي په نظرخېلو سیمه کې اخیستل شوي دي چې ویل کیږي طالبانو نن سهار له ۷ بجو تر اته بجو پورې په دغه لار د تالاشۍ چک پاینټ جوړ کړی وو.

خو د لوګر امنیه قومنداني بیا وایي، وسله والو طالبانو غوښتل د محمد داغې ولسوالي اړوند د نظرخېلو او زاهد اباد ترمنځ سیمه کې کې یو شمیر مسافر له موټرو ښکته او له ځان بوځي، خو د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې نه یواځې لوګر؛ مګر د ډېری ولایتونو په لویو لار وخت ناوخت طالبان دا ډول چک پاینټونه جوړوي او د خلکو د ځورنې سربېره ځینې مسافر هم ژوندي له ځانه سره بیایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی