سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکا: له افغان ځواکونو مو هوایي ملاتړ پای ته رسېږي

امریکا: له افغان ځواکونو مو هوایي ملاتړ پای ته رسېږي

تاند(سه شنبه، د ثور ۷) امریکا وایي، له افغان ځواکونو خپل هوایي ملاتړ پای ته رسوي.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له دې وروسته به امریکایي ځواکونه له افغان ځواکونو د هوایي بریدونو په برخه کې خپل ملاتړ پای ته رسوي.

د هغه په خبره تر وتلو وروسته له افغان ځواکونو د امریکا د ملاتړ بڼه بدلېږي او دا ملاتړ به یوازې له مالي اړخه دوام کوي.

هغه زیاته کړه، پنټاګون پر دې کار کوي چې څنګه له افغان ځواکونو د ملاتړ نوې لارې چارې ومومي او په دې توګه له پوځي لارو پرته له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغانستان سره به خپلې پوځي همکارۍ کموي خو پر ځای یې له افغان ځواکونو سره مالي مرستو ته ادامه ورکوي.

په ورته وخت کې سي ان ان ټلویزیون د یو امریکایي پوځي چارواکي له خولې ویلي چې امریکا په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې ۶۵۰ ځانګړي سرتېري افغانستان ته راولېږي څو د امریکایي سرتېرو د وتلو بهیر وڅاري.

راپور زیاتوي، چې د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین له ځینې تجهیزاتو سره افغانستان ته د دغه شمېر ځانګړو ځواکونو استول تایید کړي دي.

راپور کې وړاندې راغلي چې دغو سرتېرو مخکې هم په سیمه کې ماموریت تر سره کړی دی.

ویل کېږي چې دا سرتېري په پرمختللو وسلو او هوایي ځواکونو سمبال دي څو د ګواښونو پر وړاندې د ځان دفاع وکولی شي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي وو چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو بهیر پیل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی