سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد کابل- جلال اباد پر لار ترافیکي پېښې ۸ نفرو ته مرګ...

د کابل- جلال اباد پر لار ترافیکي پېښې ۸ نفرو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(سه شنبه، د ثور ۷) د کابل جلال اباد په لويه لاره د تنګي په سيمه کې يو مارسيډيز ډوله موټر سيند ته غورځيدلی.

د لغمان ځایي چارواکو ویلي، چې نن مازیګر پنځه بجې دکابل _ جلال اباد په لویه لاره د تنګي ډبلیو اوبو په سیمه کې یو مارسیډیز ډوله موټر له سړک نه لاندې سیند ته غورځیدلی.

چارواکو زیاته کړې، چې په دغه پيښه کې ۵ تنو خپل ژوند بایللی او ۳ نور ټپیان شوي.

د ځایي چارواکو په وینا، پېښه د موټر چلونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوي ده.

په ورته وخت کابل کې ترافیکي پیښې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینې وایي، تېره شپه د وردګ بابا ټرانسپورټي شرکت اړوند ۵۸۰ او ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکو موټرو تر منځ د کابل پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندۍ سیمه کې ټکر شوی، چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

د یادونې ده چې څلور ورځې وړاندې زابل ولایت کې د مارسډیز او ټېلر موټرو د ټکر له کبله ۱۴ تنو خپل ژوند بایللی وو.

پېښه د کندهار – کابل پر لویه لاره د زابل ولایت مرکز کلات اړوند د جلدک سیمه کې رامنځ ته شوې وه.

د راپورونو له په وینا، یاد کسان ټول د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي وه.

ویل کیږي یاد کسان هلمند ولایت ته د مزدورۍ په موخه تللي وو چې د اختر د رخصتي لپاره بېرته د راتګ پر مهال یې زابل ولایت کې موټر ټکر کړو.

د معلوماتو له مخې، په مړو کې ۱۲ تنه د پچیر اګام ولسوالۍ د لاندې صبر او دوه تنه نور یې د ضمرخېلو سیمې اوسېدونکي وه.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي وه چې د زابل له والي سره یې د ټپیانو د ښه مراقبت په موخه خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی