Homeخبرونهد بلخ اوسېدونکو د یو لاریون په ترڅ کې د سولې او...

د بلخ اوسېدونکو د یو لاریون په ترڅ کې د سولې او سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه د ثور ۸) د  بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې سلګونو کسانو د سولې او اوربند په ملاتړ او د افغان امنيتي ځواکونو او جمهوريت د خونديتوب په موخه لاريون وکړ.

لاريون کوونکي وایي چې افغان حکومت او طالبان دې د سولې او ثبات په تړاو له رامنځته شوی فرصته ګټه واخلي.

د لاریون والو په خبره چې افغانان نور له جنګه ستړي دي او په هيواد کې د سولې او ټيکاو راتلو ته شېبې شماري.

دوی وايي طالبان بايد د افغانانو غوښتنې ومني او د روژې مبارکې مياشتې په خاطر دې اوربند او سوله وکړي.

د لاریون کوونکو په خبره، افغانان داسې سوله غواړي چې ورسره د تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنې خوندي شي او طالبان او افغان حکومت بايد د سولې په پروسه کې له بشپړ انعطاف څخه کار واخلي.

د دې لاریون یو شمېر ښځینه ګډونوالې بیا وايي چې د سولې په کېدونکي توافق کې بايد د هر افغان حقوق خوندي وي او داسې نه چې يو ځل بيا ښځې د سولې قرباني شي او د تحصيل او کار حق ورڅخه واخيستل شي.

باید وویل شي چې په دغه لاريون کې له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه وشوه، چې د افغانستان جګړه دې په مسؤلانه ډول پای ته ورسوي.

د لاریون والو په وینا چې نړیواله ټولنه بايد خپل فشار زيات کړي، څو طالبان او د افغانستان حکومت يوه جامع تړون ته سره ورسېږي.

د دغه لاريون په پای کې يو پرېکړه ليک هم خپور شو، چې په کې له طالبانو او افغان حکومت څخه د سملاسي اوربند او سولې غوښتنه شوې وه.

په پرېکړه ليک کې همدا راز د امنيتي بنسټونو، بشري حقونو، فردي ازاديو او د ښځو حقوقو پر خونديتوب هم ټينګار شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...