دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۲۰۱ ناروغان...

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۲۰۱ ناروغان مړه شوي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۸مه) پاکستاني رسنۍ وايي پاکستان کې هم په دې وروستیو کې کورونا ویروس اندېښنې ډېرې کړي.

پاکستانۍ رسنۍ وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې پر کورونا اخته ۲۰۱ کسان مړه شوي دي.

سرچینې د روغتیایي چارواکو له قوله لیکي، چې دغه راز په یاده موده کې د کورونا ویروس ۵۲۹۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د پاکستان د روغتیايي چارواکو په خبره په دغه هېواد کې تر اوسه د کورونا له پيل څخه تر دې دمه  ۱۷ زره او ۵۰۳ تنه مړه شوي دي.

د سرچینو په حواله دغه راز پر یادې ناروغۍ د اخته ۱۳۹ کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

پاکستان کې د کورونا درېیمه څپه پیل شوې ده، چې د دغه هېواد د عامو خلکو په ګډون یې دولتي چارواکي هم سخت اندېښمن کړي دي.

له پاکستان سربېره د کورونا درېیمې څپې په هند او ایران کې هم ناورین رامنځته کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب