جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د کورونا درېیمې څپې اندېښنې زیاتې کړي

ننګرهار کې د کورونا درېیمې څپې اندېښنې زیاتې کړي

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۸مه) د ننګرهار روغتیايي چارواکو نن د دې ناروغۍ درېیمې څپې سره د مبارزې په غونډه کې وویل، چې په دې ولایت کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال يې ۱۸۸ ټيسټونه کړي< چې له ډلې یې ۷۸ مثبت ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد درانی وایي،که عام خلک په منظم ډول روغتیايي لارښوونې عملي کړي ښايي د بیا ځل لپاره قرنتین ته اړتیا پیدا نه شي.

نوموړی د ماسک کارول، فاصلې مراعتول، لاس وینځل، د خونو د کړکیو پرانیستې ساتل هغه لارښوونې یادوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي برخه کې مرسته کولای شي.

درانی زیاتوي، چې په دې ولایت کې د کورونا د تجرید مرکز د ۲۰۰ ناروغانود بستر کېدو او لابراتوار يې د ۳ سوه ټیسټونو د کولو ظرفیت لري.

هغه وایي، تر دې دمه  يې په دې ولایت کې۳۶۰۱۰ تنو ته د کورونا واکسین تطبیق کړی دی.

په ورته مهال د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل د حج اواوقافو ته سپارښتنه وکړه، چې په ټولو جوماتونو کې د لمانځه پر مهال عامه پوهاوی وکړي.

والي له ټولو خلکو هیله وکړه چې روغتیايي لارښوونې عملي کړي.

بل لورته بیا عام خلک هم له مسوولانو غواړي څو د کورونا واکسین د تطبیق پروسه چټکه کړي.

دوی وایي، ډېری لرې پرتو ولسوالیو کې لا عام خلک له واکسین نه خبر هم نه دي.

ننګرهار کې مدني فعالان هم په دې برخه کې پر روغتیایي ادارو نیوکه لري.

دوی وایي، ډېری خلک له واکسین نه خبر نه دي او روغتیايي مسوولانو ته په کار ده، چې د عامه پوهاوي پروسه هم چټکه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب