دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهله افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل؛ امریکا دوه نورې بي ۵۲ الوتکې...

له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل؛ امریکا دوه نورې بي ۵۲ الوتکې هم سیمې ته رالېږلې

تاند (پنجشنبه د ثور ۸) امریکا وایي د قطر په العدید هوايي اډه کې یې لا ډېرې الوتکې ځای پر ځای کړې دي.

د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ په یوه بیان کې ویلي چې د العدید په هوايي اډه کې یې دوه نورې بي ۵۲ بم غورځوونکي الوتکې ځای پر ځای کړې چې د اړتیا په صورت کې به په افغانستان کې عملیات ترسره کوي.

امریکايي چارواکو ویلي، دغه الوتکې په دې موخه د العدید په هوايي اډه کې ځای پر ځای کېږي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پروسه په ډاډمنه فضا کې بشپړه شي.

امریکايي چارواکو زیاته کړې چې د دغو الوتکو او نورو اړینو اقداماتو په ترسره کولو به د هر ډول احتمالي خطر مخنیوی کېږي.

د یادونې ده چې امریکا تر دې مخکې هم دوه نورې بي ۵۲ الوتکې په یاده اډه کې ځای پر ځای کړې وې او ویلي یې و چې دغه الوتکې به له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر ساتنه کوي.

امریکا ویلي چې ټولټال به شپږ الوتکې د لنډې مودې لپاره په یاده هوایي اډه کې ځای پر ځای کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب