جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeجنرال وزیريهر څه له خپل ځان څخه پیل کړئ

هر څه له خپل ځان څخه پیل کړئ

متقاعدجنرال دولت وزیري ||

زما په فکر انسانان په ډیرو برخو کې سره ورته دي. که ښه ورته زیر شو د مختلفو عمرونو، جنسونو، توکمونو، او ملتونو تر منځ داسې څه موندلی شو چې سره ورته او یا يو قسم دي.د دې له پاره چې په نورو کې نفوذ وکړئ او د هغوي باور تر لاسه کړئ هر څه له ځانه پیل او هغه څه چې د ځان له پاره اړين بولئ د نورو له پاره يې هم مهم وبولي، ځکه چې هغه لومړۍ خبره انسانان په ډيرو برخو کې سره ورته دي.

د بيلګې په توګه:

که تاسو د ځان له پاره ارزښت غواړئ، نور هم ستاسو په څير د ځان له پاره په ارزښت قایل دي. په ډیر شمیر خلک په دې نا خوښ وي چې ارزښت نه وی ور کړل شوي. کله که تاسو ته مور او پلار او يا د یوې مؤسسې مشر ویلي وي چې تاسو هیڅ په درد نه خورئ، فکر وکړئ چې څومره به دریدلي وئ، اوس پوهېدای شئ چې نورو ته ارزښت ور کول څومره مهم دي. وايي:( ستاينه د اروا اکسيجن دی.)

انسانانو ته د انسانيت په خاطر ارزښت ورکړئ، په دې پسې مه ګرځئ چې څوک دي.

که د ځان له پاره ستاینه غواړئ، د نورو هم ستاینه وکړي، ځکه چې مينه او ستاينه د ټولو انسانانو غوښتنه ده. د خلکو سره مرسته وکړي چې پر ځان يې باور زیات شي. د خلکو تر ټولو لویه ستاینه دا ده چې هغوی ته د مهم والي احساس ورکړئ، ځکه تاسو هم همدغه د ځان له پاره غواړئ.

د خلکو د باور لاس ته راوړل د رهبرۍ اساس او بنسټ جوړوي.

هنري ایل ستمسن به ویل:( ما په ژوند کې لوی سبق دا زده کړی دی چې د یوه کس د باور وړ کولو يواځينۍ لاره په هغه باور کول دي.)

په ټولو دومره باور وکړئ، څومره چې له نورو د ځان له پاره غواړئ.

که تاسو له نورو درناوی غواړي، د نورو هم درناوی وکړئ.

څوک چې د نورو د ژوند درناوی نه کوي ځان په خپله د نورو له درناوي بې برخې کوي.
دا کاملا سمه ده، که تاسو د چا درناوی کوئ، دا له هغې ستاینې غوره دی چې نور يې کوي.

د یوه چا د هڅولو له پاره درناوی ډیر ارزښت لري، څومره چې چا ته ډیر ارزښت ور کړئ او درناوی يې وکړئ هغه به په خپلو کارونو کې ډیر وهڅول شي او دا د هڅولو غوره لاره ده.

که له چا غواړئ چې تاسو په سمه توګه درک کړي، تاسو هم د نورو په هکله ورته کار وکړئ. اکثره خلک له خپل آمر، رئیس څخه راضي نه وي ستر علت يې د دوی د هغوي له خوا په سمه توګه نه درک کول دي.

د ټولو خلکو سره په خبرو کې لومړی ځان پوه کړي او بیا د هغوی د پوهولو هڅه وکړئ، ځکه د پوهيدلو او درک کولو تر منځ لوی توپیر دي. تاسو به د یوه شي او یوه چا په هکله ډير پوهیږئ خو درک کولای يې نه شئ.

تاسو به نه غواړئ چې نور در څخه ناوړه ګټه پورته کړئ، نور هم ستاسو په څیر غوښتنه لري.ځينې خلک په دې نا راضي وي چې فکر کوي له دوی ناوړه ګټه پورته کیږي. اړینه ده چې په دې هکله د خلکو باور تر لاسه کړئ، تر څو هغوی په دې پوه شي چې هغوی ته ارزښت ورکول کیږي او هغوی پر خپل ځای کی مهم دي او د يوه ماشین په څیر ترې ګټه نه پورته کیږي.

پایله:

له نورو سره داسې چلند وکړئ چې خپله يې تمه لرئ. که څوک په دې پوه شي چې دی له ځان سره څنګه دروند، عزتمند، درک لرونکی، او باوري چلن غواړي، نو پر دې اسانه پوهېدای شي چې له نورو سره باید څنګه چلند وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب