جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+پاکستان له زمبابوې شل اوره لوبلړۍ وګټله

پاکستان له زمبابوې شل اوره لوبلړۍ وګټله

تاند( یک شنبه، د ثور ۵مه) پاکستان په دریمه شل اوریزه لوبه کې زمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه د زمبابوې په کوربه توب د هرارې په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه پاکستان وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

محمد رضوان ۹۱ ناسوځېدلې او بابر اعظم ۵۲ منډې ترسره کړې.

د زمبابوې لورې جانګوي یو ځل بیا ۳ پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

زمبابوې لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یې یواځې ۱۴۱ منډې جوړې کړې.

زمبابوې لپاره مدوېري ۵۹ او مروماني بیا ۳۵ منډې جوړې کړې.

د یادونې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درېيو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه پاکستان په ۱۱ منډو ګټلې وه، خو دویمه یې بیا د ۱۸ منډو توپیر بایللې وه.

د دې لوبې په ګټلو سره پاکستان د شل اوره لوبو لړۍ هم له زمبابوې وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب