پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Home+آی پي اېل: چینای، بنګلور لوبډلې ته په ستر توپير ماتې ورکړه

آی پي اېل: چینای، بنګلور لوبډلې ته په ستر توپير ماتې ورکړه

تاند  ( یک شنبه، د ثور ۵مه) د هند په سوداګریزو لوبو کې ۱۹ مه لوبه د چینای سوپرکېنګ او رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

چینای د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

چینای په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۱ منډې وکړې.

رویندرا جدیجا ۶۲، فاف ډوپلیسي ۵۰،  ګیکواد ۳۳ او سریش رینا ۲۴ منډې وکړې.

بېنګلور له خوا هرشیل پټېل ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای او لوبه یې  د ۶۹ منډو په ستر توپير چینای ته بایلوده.

بنګلور د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۲ منډې وکړې.پاډيکال ۳۴ او مکسوېل ۲۲ تر نورو ډېرې منډې ترسره کړي.

بل لورته بیا چینای لپاره جدېجا د ښې توپ وهنې ترڅنګ ۳ لوبغاړي هم وسوځول، عمران طاهر بیا ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی رويندرا جدېجا وټاکل شو.

چینای سوپرکېنګ لوبډله د دې لوبې په ګټلو سره د جدول په لومړي سرکې قرار لري خو بنګلور بیا دوهم ځای کې قرار لري.

دغه راز په ۲۰مه لوبه کې بیا د راشد ، نبي او مجیب اړوند حیدر اباد له ډیلي کاپیټلز سره لوبېږي.

دا لوبه به هم څو شېبې وروسته په شپږ نیمې بجو پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب